دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۲۶
د مطلب کود : 152342
د طالبانو مشرانو تحریم مخالفان او موافقان

 

 

عبدالله عبدالله؛ د سازمان ملل امنیت شورا تحریمونو کمیته څخه اجرایی مشر غوښتی دی چی طالبان د تروریستی ډلی په هیڅ قلمداد کړی او د ملا هبت الله آخونزاده نوم د سازمان ملل تحریمونو نوملړ کی داخل کړی.

ښاغلی عبدالله د یکشنبه په ورځ د غیرت عمروف؛ په کابل کی د سازمان ملل امنیت شورا تحریمونو کمیتی مشر او ځینی غړۍ، ددی کمیتی څخه وغوښته ترڅو خپل نظارت مکانیزم ښه کړی ترڅو تحریمونه موثر وی.

دا کمیته ویلی دی چی د امنیتی ګواښونو څخه مخنیوی او سولی راوستلو په برخه کی د افغانستان سره دی او افغانستان حکومت غوښتنی په اړه اقدامونه ترسره کوی.

افغانستان دڅو میاشتو راهیسی هڅه کوی ترڅو د طالبانو رهبر او ځینی مشرانو نومونه د سازمان ملل تحریمونو نوملړ کی اضافه کړی.

په دی حال کی، عزیزالله دین محمد؛ د سولی عالی شورا معاون د اجرایی رییس ددی موضوع سره، مخالفت وکړ او وویل چی هغوی د سازمان ملل تحریمونو لیست کی د طالبانو رهبری داخلولو طرفدار نه دی او هیڅ وخت دا غوښتنه نه دی کړی.

د کارپوهانو په باور، حتی که سولی عالی شورا په رسمی توګه د اجرایی مشر غوښتنی سره مخالفت نه کولای هم شکاره خبره وو چی د افغانستان سیاست پردی ترشا پیاړۍ لاسونه په کار دی چی د حکومت سرانو له لوری طالبانی ضد هر ډول موضع ګیری او اقدام مخه ونیسی.

توپیر نه کوی چی ددی موضع ګیری نوم څه وی. حقیقت دادی چی طالبان، یواځنۍ ډله نه دی چی د پاکستان او څو نورو خارجی هیوادونو له لوری، ملاتړ یی کیږی ترڅو په افغانستان کی وژنی او جنګ او تاوتریخوالو ته ادامه ورکړی او په هیواد کی د سولی او ثبات او امنیت رامنځته کیدو مخه ونیسی؛ بلکه دا ډله، د افغانستان په پیچلی دولت کی ژور نفوذ څخه هم برخمن دی چی عملآ ددی ډلو مقاصدو په وړاندی خنډونو مخه نیسی.

د سولی عالی شورا، د منتقدانو په باور، د هغه مراجعو څخه دی چی یو ماته خوړلی پروسی او بی لاسته راوړنی پروسه ترنامه لاندی، عملآ د شمن آسیاب ته اوبه اچوی.

پوهان وایی چی د سولی عالی شورا کړنو او موضع ګیریو ته په توجه سره، د طالبانو څخه د هغوی هر اړخیزه دفاع د رهبرانو فعالیت باندی محدودیت او تحریم وضع کول، شاید ددی شورا کلونو ملموس لاسته راوړنو څخه وی.

دا په داسی حال کی دی چی طالبانو باندی بین المللی تحریم موافقانو په باور، حتی که دا تحریمونه هیڅ کار ونه کړی او کوم اغیز وه لری، لږ ترلږه کولای سی د عمومی افکارو توجه دا ډلی په وړاندی جلب کړی او شکاره کړی چی د انسان حقوق ناقضان، جنګی جنایتکاران دی چی د سختو مجازاتو وړ دی.

په یو آخیر کال کی، طالبان د څو خونړیزو بریدونو مسؤولیت په غاړه اخیستی دی چی بین المللی ټولنی او سازمان ملل متحد، په شکاره توګه جنایت بللی دی او ویلی دی چی دا پيښی کولای سی د جنګی جنایتونو په حیث حساب سی.

په دی حساب، د موافقانو په باور، ددی تحریمونو وضع کول د سازمان ملل امنیت شورا له لوری، کولای سی ددی ډلی جنایتونو او رفتارونو تبعاتو په حیث ترلاس لاندی ونیول سی او دا ترټولو لږ مسئولیت دی چی نړۍ طالبانو باندی منسوب تاوتریخوالو په غبرګون په افغانستان کی په غاړه لری.

بل نکته دادی چی که دا تحریمونه په دقیق توګه ترسره سی، که څه هم د طالبانو پر مشرانو باندی تحریم او فشار واچوی ترڅو سولی پروسی سره یوځای سی او تاوتریخوالو او جنایت څخه لاس واخلی. په دی اساس، د سولی عالی شورا هم که په حقیقت کی د طالبانو او دولت ترمنځ سوله رامنځته کولو لپاره جوړ سوی دی، کولای سی د طالبانو مشرانو بین المللی تحریمونو طرحی سره موافق سی.

داسی معلومیږی چی د تحریمونو مخالفان، یواځنۍ څه چی نه غواړی، هغه سوله ده. هغوی په عمل کی د طالبانو نرم ځواک دی ترڅو دا ډلی تصویر او څیره باندی هر ډول خدشه رامنځته کیدو مخه ونیسی او ډیر تکان ورکوونکی دی چی سولی عالی شورا ددی طالبانی جریانونو صف په سر کی قرار لری.

https://avapress.com/vdcc0iqsi2bqp18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته