دخپریدو نیټه :جمعه ۱۶ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۸
د مطلب کود : 175435
ناتو او طالبان؛ ډیر لیری، ډیر نږدی

 
ینس استولتنبرګ؛ د ناتو عمومی مدیر وایی چی ددی احتمال شته چی طالبان د سولې خبرو اترو شروع کیدو همزمانه، په افغانستان کې خپل بریدونو ته پراختیا ورکړی.
هغه په بروکسل کې د ناتو خارجه وزیرانو ناستی په پای کې وویل چی په افغانستان کې د سولې مذاکراتو لپاره هڅو ډیریدو همزمانه، ددی انتظار شته چی طالبان خپل بریدونو ته شدت ورکړی ترڅو وکولای شی د سولې په خبرو اترو کې امتیاز کسب کړی.
هغه ټینګار وکړ چی افغانستان بحران د نظامی لاری د حلیدو نه دی او طالبانو څخه وغوښته ترڅو تاوتریخوالی څخه لاس واخلی.
هغه وویل چی ناتو په افغانستان کې به پاته شی او افغانستان امنیتی ځواکونو څخه به نظامی او مالی ملاتړ وکړی ترڅو دا هیواد بیرته نړیوال تروریزم امن پټنځای باندی بدل نه شی.
همدارنګه د ناتو خارجه وزیران د طالبانو څخه وغوښته چی سولې پروسی سره یوځای شی.
ددی ناستې په اعلامیه کې راغلی دی؛ طالبان، د نورو افغانانو سره یوځای، د افغانستان دولت په شمول، مذاکره میز باندی کښینی او افغانانو پّ مشری سیاسی پروسه کې معناداره نقش ترسره کړی چی په هیواد کې باثباته راتلونکې لامل شی.
ناتو او طالبان ظاهرآ د یو بل په وړاندی جنګیږی. هغوی د افغانستان جګړی اصلی لورو څخه ګڼل کیږی؛ هغه جګړه چی هیڅ لوری نه غواړی چی دا بل لوری په پوره توګه مات کړی او دا همغه څه دی چی د جګړی ادامه پیدا کولو سره مرسته کوی.
د همدی امله دی چی ناتو او طالبان په عینی حال کې داسی په نظر رسیږی چی علی القاعده د یو بل څخه لیری وی او د یو بل په وړاندی قرار ونیسی، همدارنګه په عینی وخت کې یو بل ته نږدی هم دی.
په بل بیان سره، ناتو د طالبانو سره سوله غواړی او طالبان هم بیله دی چی د ناتو سره سوله رد کړی، جګړی لمن وهی او په افغانستان نور وینی تویوی.
په دی منځ کې، ناتو چی باید د طالبانو جګړی اصلی لوری وی، په افغانستان کې د طالبانو جګړی تشدد څخه هیڅ زیان نه وینی؛ په همدی دلیل هیڅ د جګړی تشدد په غم کې نه دی او هیواد ډګریز پیښو ته په بی اعتنایی سره، د هغه ډلې سره سولې لوبی باندی مصروفه دی؛ خو په مقابل کې؛ د افغانستان خلګ باید ددی جګړی لګښت ورکړی او د همیشه په شان، د ناتو او طالبانو سولی او جګړی لوبی قربانیان وی.
په دی حساب، نه هغه جنګ چی په ظاهر کې ناتو د طالبانو سره په افغانستان کې لری، د افغانستان خلګو حیاتی دغدغو او ګټو په لاره کې دی او نه هم هغه سوله چی همدا اوس د طالبانو سره د امریکا انحصاری مدیریت سره په جریان کې دی، په نهایت کې، د افغانستان خلګو اصلی غوښتنی برابر کړی؛ ځکه هیڅ یو ددی پیښو او پروسی څخه، د افغانستان خلګو حقیقی ارادی او غوښتنو سره منطبق نه دی او خلګ هیڅ یو یی نه دی انتخاب کړی؛ بلکه هم جګړه پرهغوی باندی تحمیل کیږی او هم به سوله تحمیل شی.
د یو قربانی لپاره هیڅ توپیر نه کوی چی جګړی په شرایطو کې، قربانی شی یا د سولې په لوبه کې قربانی قربانی شی. د افغانستان خلګ په تیرو ۱۸ کالو کې، د ناتو او امریکا د طالبانو سره جګړی درانده لګښټ ورکړی او مخته کلونو کې هم که کوم سوله د هغوی په منځ کی ترسره شی، د سولې تاوان به هم ورکړی.
داچی ناتود یو لوری طالبان سولې قبلولو ته راغواړی او له بل لوری، اعلانوی چی افغانستان هیڅ وخت نه پریږدی ترڅو دا هیواد یوځل بیا د بین المللی تروریستانو امن لانهباندی بدل نه شی هم د هغوی سولې او جګړی دروغ لوبی ماهیت څخه پرده پورته کوی؛ ځکه نږدی دوه لسیزه کیږی چی په افغانستان کې جګړه جریان لری، د ناتو نظامی زرهاوو سرتیرو سربیره، د افغانستان دولت او خارجیانو رسمی روایتونو په اساس، نږدی ۲۱ بین المللی تروریستی ډلې هم په هیواد کې حضور لری. نو د طالبانو سره سوله هم لیری خبره معلومیږی چی ددی ډلې کارونه هم د همیشه لپاره راټول شی؛ ځکه په هغه صورت کې، نور په افغانستان کې ناتو نظامی حضور لپاره کوم بهانه نه پاتیږی. په دی حساب سره، د طالبانو سره سوله، د جګړی پای په معنی نه دی، او جګړه او سوله، د افغانستان خلګو وضعیت ښه کیدو سره به مرسته ونه کړی؛ ځکه نه تروریزم له منځه ځی او نه د تروریزم ضد جبهه د ناتو په مشری، خپل لمن د افغانستان څخه ټولوی. هغی د یو بل حضور توجیه کوی.
 
 
 
https://avapress.com/vdcaemn6m49n0y1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته