دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۹
د مطلب کود : 176199
ترامپ ترکومه ځایه د ریاض رژیم سره پاتیږی؟

 
سعودی رژیم د امریکا سنا قطعنامه ددی هیواد نظامی مرستو پای ته رسیدو لپاره د عربی متجاوز ائتلاف سره دیمن په جګړه کی او محمد بن سلمان ګناه کاره شمیرل د خاشقچی قتل لپآره محکوم کړه.
د سعودی خارجه وزارت د امریکا سنا دا اقدام په خپل چارو کې مداخله د کاذب تورونو په اساس وباله.
سعودی وویل چی دا قطعنامه پر ناسمو ادعاوو باندی ولاړ دی او عربستان هرډول مداخله په داخلی چارو کې کاملآ ردوی.
دا لومړۍ ځل د ۱۹۷۳ کال څخه دی چی د امریکا کنګره یو مجلس امریکایی ځواکونو وتلو لپاره د یو نظامی مناقشه څخه رای ورکوی.
دا قطعنامه غیری الزام آور د ترامپ څخه غږاړی چی ټوله امریکایی ځواکونه چی په یمن کې په خصومتونو کې درګیر دی وباسی.
ترامپ قول ورکړی د سنا قطعنامه وتو کړی او په حاضر حال کې په نمایندګانو مجلس کې مشابه تصویب احتمال لږ دی؛ دموکراتان ددی هیله لری ددی ګوند پرکار راتلو وروسته په نمایندګانو مجلس کې مشابه ډول تصویب شی.
په دی حساب سره، امریکا راهبردی اړیکې د سعودی عربستان سره چی ددی هیواد لوی تجاری شریک په نظامی تسلیحاتی حوزه او نفتی انرژی برخه کې دی، خپل بحرانی دورو کم سابقه ترینه دورو شاهد دی.
په دی منځ کې، صاحب نظران وایی چی د سعودی عربستان خارجه چارو وزارت تازه محکومیت بیانیه نه شی کولای خپل داخلی چارو کې د امریکا مداخله سره مقابله لپاره ریاض حقیقی قدرت یا تصمیم په معنی وی؛ ځکه لکه څنګه چی ترامپ مخکې ویلی وو، ریاض رژیم د امریکا نه ملاتړ بغیر دوه اونۍ هم نه شی کولای خپل حیات ته دوام ورکړی او امریکا څخه رانیول شوی تسلیحاتو انبار سره او اجاره ای ځواک او نفتی دالرونو ذخیرو سره به سقوط وکړی. بناپردی، ریاض څنګه ځانته جرآت ورکړی چی د هغه هیواد سنا مجلس په وړاندی محکومیت بیانیه صادر کړی او هغه خپل داخلی چارو کې دخالت څخه منع کړی چی هغه باندی مسلط سیاسی رژیم بقا او حیات، د هغه هیواد سیاسی او نظامی ملاتړ او مرستو پوری تړلی دی؟
ددی پوښتنی پوهیدل، ډیر ساده دی. ریاض رژیم بالخصوص محمد بن سلمان؛ سعودی اقتدارګرا ولیعهد چی همدارنګه دفاع وزیر او داخله وزیر او ددی رژیم ملی ګارد فرمانده بلل کیږی، د دونالد ترامپ او هغه یهودی زوم او جارد کوشنر سره خاص اړیکی لری. هغوی مطمئن دی چی ترامپ هم د امریکا سنا اخیر تصمیم څخه راضی نه دی او که قرار وی چی امریکا کنګره ددی قطعنامو تصویب په لاره کې مهم ګامونه پورته کړی، ترامپ خپل صلاحیتونو څخه په ګټه اخیستنې سره، سعودی عربستان په ګټه، هغه قطعنامی به وتو کړی. ریاض رژیم باور لری چی سپین ماڼۍ هیڅ وخت نه غواړی خپل مطیع او په عینی حال کې سخاوتمند او ثروتمند ملګری له لاسه ورکړی او د امریکا خلګو نمایندګانو رایو سره، د عربستان سره خپل میلیاردی اقتصادی ګټی خطر کې واچوی. ترامپ مخکې ویلی دی چی سعودی عربستان یو زبیښونکې غواه په شان دی چی باید ترهغه وخت پوری ورڅخه شیدی وایستل شی چی ورکوی یی. او دا امکان په حاضر حال کې شتون لری او ترامپ په سادګی سره د امریکا سنا تصمیم نادیده نیسی، د جمال خاشقچی پر قتل باندی سترګی پټوی او یمن کې سعودی په مشری انسانی ضد جنایتونو څخه انکار کوی ترڅو وکولای شی دا غوا څخه ډیری شیدی لاسته راوړی.
په دی توګه لنډ مده لپاره ریاض رژیم کولای شی چی امریکا کنګره او ترامپ دولت ترمنځ شته اختلافاتو څخه په استفادی سره کاذب او مضحک غرور سره محکومیت بیانیه صادر کړی او هغه هیواد چی په شکاره توګه سعودیانو ملی شته منۍ تاراج باندی وړی ترڅو هغه رژیم دوام او بقا تضمین کړی، خپل داخلی چارو کې مداخله څخه منع کړی!
 
 
 
 
https://avapress.com/vdci3qaz3t1ayz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته