دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۳
د مطلب کود : 176969
د افغانستان ثبات، د ایران ثبات دی

 
د امریکا دفاع وزارت دا هیواد کنګره ته په ګزارش کې، ویلی دی چی ایران په افغانستان کې د باثباته حکومت غوښتونکې دی.
ددی ګزارش په یوه برخه کې، د ایران په اړه ویل شوی دی: ایران په افغانستان کې یو باثباته هیواد غوښتونکې دی چی ایران مقاصدو ته ځواب ورکړی، هغه مقصدونه لکه د داعش ډلې له منځه وړل په افغانستان کې، امریکا او ناتو حضور پای ته رسول او د ایران دغدغو څخه ساتنه لکه مرزی امنیت او آبی حقوق.
پنتاګون البته یو ځل مخکې د ایران او طالبانو اړیکې ادعا مطرح کړی وو؛ خو لیکلی دی چی ددی اړیکې څخه مقصد په دی ډله کې نفوذ په داسی ډول دی چی باور ترلاسه شی چی طالبان د افغانستان مرکزی دولت لپاره ګواښ باندی بدل نه شی. د مرکزی دولت او طالبانو ترمنځ وساطت امکان ساتنه او د داعش سره مبارزی سره مرسته په اړه د نورو مطرح شویو مقصادو څخه دی.
ددی ګزارش په اساس، د کلونو بی اساسه شته خصومتونو او ادعاوو سربیره چی امریکا پر ایران باندی کړی چی ګواکی په افغانستان کې تروریزم او جګړه او ناامنی څخه ملاتړ کوی او هغه هیواد داخلی چارو کې دخالت کوی، امریکا هم په ترڅ کې دا نتیجه ته ورسید چی ایران ګټه په یو باثباته افغانستان کې دی او که کابل، یو باثبات او مقتدر دولت لرونکې وی، ایران هم به ورڅخه ګټه یوسی.
لکه څنګه چی د پنتاګون په ګزارشونو کې اعتراف شوی، ایران په افغانستان کې د بی ثباتی او تروریزم او بحران او جګړی څخه ملاتړ نه کوی.
ایران هم همدارنګه په تیرو ۱۸ کالو کې، په افغانستان کې اسلامی جمهوری دولت دشمنانو او امریکا نظامی حضور سربیره، هروخت هڅه کړی ترحو افغانستان مرکزی دولت سره مثبت اړیکې ولری. افغانستان او ایران اقتصادی همکاری د افغانستان نورو ګاونډیو کې بی مثاله دی.
ایران افغانستان سره مرسته وکړه چی چابهار پروژه کې مشارکت سره، د پاکستان څخه اقتصادی وابستګی څخه خلاصون پیدا کړی او نړیوال بازارونو کې اړیکو لپاره ارزانه او ګټه مند لاره لاسته راوړی.
تهران همدارنګه ډیر ځلې د افغانستان دولت تر رهبری او مالکیت لاندی د طالبانو سره سولې خبرو اترو څخه ملاتړ کړی دی او همدارنګه پّ دی لړ کې، هڅه کړي ترڅو د طالبانو سره اړیکه پیدا کولو سره، هغه ډله وهڅوی ترڅو مستقیمآ د کابل سره خبری وکړی؛ هغه موضوع د افغانستان سولې ملګری او طرفداره هیوادونه تراوسه نه دی ترسره کړی او ورڅخه مخ اړولی دی.
په دی اړه هم بی اساسه ګزارشونه او شایعی چی ګواکی ایران د طالبانو څخه مالی او تسلیحاتی ملاتړ کوی ترڅو د داعش په وړاندی مبارزه وکړی او امریکا ته ماته ورکړی هم بیله دی چی یو محکم او متقن سند په اړه یی وړاندی شی، د ایران عزم څخه کوم څه نه کموی ترڅو افغانستان کې سولې او ثبات او ملی دولت اقتدار سره مرسته وکړی؛ ځکه یو باثباته افغانستان، ایران ثبات دی او دا د افغانستان په وړاندی د ایران اسلامی جمهوریت اصولی سیاستونو څخه شمیرل کیږی.
 
https://avapress.com/vdcd990fnyt05n6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته