دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۷
د مطلب کود : 177527
د نظامیانو تلفات، امنیتی اصلاحاتو درانده لګښت؟

 
بادغیس ولایتی شورا رییس ویلی دی چی تیره شپه د طالبانو بریدونو پره ترڅ کې امنیتی پوستو باندی، ۲۱ تنه دولتی سرتیری وژل شوی او ۹ تنه نور ټپیان شوی دی.
عبدالعزیز بیګ؛ ددی شورا مشر زیاته کړی چی طالبان د جدی ۱۶ نیټه شپه د قادس په ولسوالی کې قرجغی سیمه کې دولتی ځواکونو پوستی تر برید لاندی راوړی او ۱۱ سیمه ایز پولیس او دری تنه ملی ارتش ځواکونه وژلی دی.
هغه زیاته کړه چی همدارنګه د آب کمری ولسوالی ګندآب په سیمه کې هم نښته رامنځته شوی او ۷ تنه سیمه ایز پولیس وژل شوی او ۹ تنه نور ټپیان شوی دی.
د ملی پولیسو او ځواکونو تلفات په تیرو لسو ورځو کې په داسی حال کې ډیر شوی دی چی د داخله وزارت او دفاع وزارت رهبری امرالله صالح او اسدالله خالد ته ورکول شوی دی.
دا په داسی حال کې دی چی په بغلان کې هم د دولتی ځواکونو سره طالبانو جګړه، کابل او څو نورو ولایتونو ته د وارداتی بریښنا قطع کیدو لامل شوی دی.
کارپوهان وایی چی طالبان په بی سارۍ توګه، د ژمۍ رارسیدو سربیره د دولتی ځواکونو په وړاندی جګړی اور همداسی ګرم ساتلی دی؛ هغه جګړی چی هره ورځ پکې د دولتی ځواکونو تلفاتو شمیر ډیریږی او دولت مخکې تر مخکې تر فشار لاندی واقع کیږی.
دا په داسی حال کې دی چی ولسمشر غنی، مخکې، په یو اقدام کې چی د خلګو او عمومی افکارو پراخ استقبال سره مخ شو، د دفاع او داخله پخوانۍ وزیران برکنار او امرالله صالح او اسدالله خالد؛ د هیواد پخوانۍ ملی امنیت رییسان دا سمتونو باندی وټاکل.
هم امرالله صالح او هم اسدالله خالد، طالبانو ضد تګلارو او مواضعو باندی شهرت لری او افغانستان په وړاندی د پاکستان امنیتی سیاستونو سرسخت منتقدانو او نیوکه کوونکو څخه شمیرل کیږی.
په دی حساب، کارپوهان وایی چی د امنیتی ځواکونو سره د طالبانو نښتو دوام او نظامیانو وژنو ډیریدنه، کابل اخیرو امنیتی بدلونونو سره اړیکه لری. طالبان او پاکستان غواړی په کابل کې د مرکزی دولت کمزوری کولو لپاره خپل حداکثر قدرت څخه ګټه واخلی او پاکستانی ضد او طالبانی ضد برنامو بندون مخ کولو لپاره خپل زور وآزمایی.
دا په داسی حال کې دی چی ویل کیږی په کابل کې هم امرالله صالح په داخله وزارت کې او اسدالله خالد په ملی دفاع وزارت کې، پراخ بدلونونه او اصلاحات اجرا ته ورکړی او ډیرو نمادینو اقداماتو باندی لاس وهلی دی چی د افغانستان خلګو ملاتړ او توجه جلب کړی دی. په دی منځ کې منتقدان وایی چی ترڅو چی د جګړی معادله د دولت په ګټه بدلون ونه کړی او امنیتی ځواکونو تکان ورکوونکو تلفاتو دریدنه او هغوی ساتنه لومړیتوبونو باندی بدل نه شی، نویو امنیتی وزیرانو توفیق باندی زړه نه شو خوشحاله کولای؛ ځکه د هغوی په نظر دا د افغانستان ثبات او امنیت په وړاندی ترټولو لوی مشکل دی.
طالبان باید تهاجمی حالت څخه تدافعی حالت کې قرار ونیسی او دولتی ځواکونه د جګړی په لومړۍ خط او خطرلرونکو سیمو کې د جګړی عمل ابتکار په اختیار کې ونیسی. هغوی همدارنګه باید دا اطمینان ترلاسه کړی چی د جګړی په لمړۍ خطوطو کې، یواځی نه دی او مرستندویه ځواکونه، جګړیز الوتکې، کافی تجهیزات او مسؤولانه قومانده د هغوی څخه په پیاوړۍ توګه به ملاتړ وکړی.
دا مسایلو ته په کتو سره، کابل کې تازه امنیتی منصوب شویو چارواکو په وړاندی سخت شرایط قرار لری او دا ټوله د افغانستان خراب وضعیت ترڅنګ او طالبانو سره د سولې خبرو اترو پروسی ترڅنګ، د داخله او دفاع نویو وزیرانو پر اوږو باندی خطیر او درانده بارونو مسؤولیت اچوی؛ ځکه هغوی ناچاره دی د جګړی په ډګرونوکې طالبانو مرګونۍ اقتدارګایی ځواب ورکړی ترڅو په دی توګه، طالبان او پاکستان دا نتیجه ته ورسیږی چی د کابل سره مستقیم خبرو اترو او سولې نه بغیر بل لاره شتون نه لری.
https://avapress.com/vdcewf8zfjh8fni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته