دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۵۲
د مطلب کود : 131203
دولايتي شورا مسولين وايي، دجنګ ځپلو سيمو څخه راکډوالو سوو کورنيو سره بايد بيړنۍ مرستي وسي
دکندهار ولايتي شورا د يکشنبې غونډه، چي دشورا دمرستيال حاجي عبدالقيوم (بارکزي) په مشرۍ جوړه سوې وه، پرمهال يې ديادي موضوع ترڅنګ پر بېلابېلو موضوعاتو او يو شمېر عرضپاڼو باندي خبري وکړې.

هغوئ دغه څرګندوني د ولايتي شورا ديکشنبې ورځي نوبتي غونډه کي وکړې.

دشورا غړو وويل، دتېرو څو اوونيو راهيسي دکندهار شاوليکوټ ولسوالۍ ځينو سيمو او روزګان ولايت زيات شمېر کورنۍ د جنګ جګړو له امله کندهار ښار ته را کډوال سوي او دامهال بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.

دکندهار ولايتي شورا د يکشنبې غونډه، چي دشورا دمرستيال حاجي عبدالقيوم (بارکزي) په مشرۍ جوړه سوې وه، پرمهال يې ديادي موضوع ترڅنګ پر بېلابېلو موضوعاتو او يو شمېر عرضپاڼو باندي خبري وکړې.

دشورا غړو وويل، په دې ورستيو کي د شاوليکوټ ولسوالۍ دځينو سيمو او د روزګان ولايت څخه يو شمېر کورنۍ د جنګ له وجي کډي کولو ته اړي سوي او دلته کندهار ښار او اړوند سيمو ته يې پناه راوړې، چي اوس مهال د ځينو ستونزو سره مخ دي.
هغوئ زياتوي، ددغو کورنيو سره بايد بېړنۍ مرستي وسي، ترڅو ديادو کډوالو ستونزي يې ورته پر وخت حل کړي وي.

دشورا غړو پدې برخه کي د دولتي ادارو د مسولينو، مرستندويه موسيسو او ملي سوداګرو کارونه او مرستې اړيني يادي کړې.

پرهمدې مهال دولايتي شورا غړي نعمت الله(شېردلي) درسنيو سره دخبرو پرمهال وويل، ددې ترڅنګ دنورو ولايتونو هغه محصلين او شاګردان، چي دلته کندهار کي يې دميخانيکي عالي ليسې په ليليه کي ژوند کاوه اوس مهال ديادي ليليې مسولينو ورته جواب ورکړی، چي دوئ ته عارض سوي وه او دوئ يې دهمکاري غوښتنه کول.
نوموړي وويل، ديادو کسانو ستونزي به د پوهني ترمسولينو پوري رسوي، څو ورته يې حل لار موندلي وي.

هغه زياتوي بله موضوع د تدريسي کتابونو او قرطاسيې دکمښت وه، چي اړوند مسولين وايي، دغه ستونزه به ډېر ژر حل سي.

بايد وويل سي، په شورا کي د هند دوست هيواد لخوا کندهار ته د بورسونو ورکولو لپاره د ازمويني اخيستلو لپاره پر شفافيت هم ټينګار وسو، څو په خبره يې ددې ولايت او زون څخه وړ او لايق کسان بريالي او هند ته د زده کړو په موخه ولېږل سي.

تېره ورځ د هند په قونسلګرۍ کي د هندوستان د بورسونو لپاره ازموينه واخيستل سوه، چي د ګډونوالو په وينا، دغه ازموينه شفافه نه وه، خو د يک شنبې په ورځ په کابل کي د هندوستان سفير د کندهار او سهيل زون هغه کسانو ته، چي په ازموينه کي يې د درغليو يادونه کړې وه، ډاډ ورکړ، چي په دې برخه کي به جدي څېړنه وکړي.

https://avapress.com/vdcfxydymw6dm0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته