دخپریدو نیټه :شنبه ۹ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۴۴
د مطلب کود : 141817
حکمتیار: طالبان د زور له لارې غواړي چې په افغانانو حکومت وکړي چې هیڅکله به دغه ارمان ته ونه رسیږي

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي، وسله وال طالبان د زور له لارې غواړي چې په افغانانانو حکومت وکړي چې هیڅکله به دغه ارمان ته ونه رسیږي.

حکمتیار دغه څرګندونې تیره ورځ د لغمان ولایت په مقام کې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په مشرۍ د ننګرهار ولایت د ولسونو استازو او مخورو سره په لیدنه کې وکړې.

هغه زیاته کړه “پردي موږ ته سوله نه شي راوستلی،موږ باید پخپله د بین الافغاني مذاکراتو له لارې روانې جګړو ته دپای ټکی کیږو او په هیواد کې د تلپاتې سولې لپاره کاروکړو.”

د حکمتیار په وینا، جګړه د حل لاره نه ده، که جګړه د افغانانو او اسلام په پخیر وي، نو موږ به هم جکړې ته ادامه ورکړي وای.

حکمتیار وایي “چې دجهاد اړتیا وه، جهاد مو وکړ، تیري کوونکي مو مات کړل. اوس د سولې وخت دی،افغانان تر بل هرڅه سولې ته اړتیا لري ځکه مو سوله وکړه.”

نوموړي وویل. چې پر افغانانو څوک په زور څوک حکومت نه شی کولی. طالبان د زور له لارې غواړي چې په افغانانانو حکومت وکړي چې هیڅکله به دغه ارمان ته ونه رسیږي.

د حزب اسلامي مشر وایي، د جګړې له لارې اهداف نه ترلاسه کیږي، طالبان دې دسولې لار خپله کړي او دسولې له لارې دېي خپل اهداف ترلاسه کړي.

حکمتیار طالبانو ته په خطاب کې وویل “که په رښتیا مو په دې ملت زړه درد کوي،له جګړې لاس واخلي او سوله وکړي.”

ده زیاته کړه “موږ یو حاکم او مرکزي نظام غواړو، ډلې ډلبازۍ او خود سری نه غواړي،داسې نظام غواړو چې ملت پرې راټول شي او د ملت د ارادو تمثیل کوونکي وي.”

د هغه په وینا، سوله د زموږ ټولو ګډه اړتیا ده باید ټول د سولې لپاره په کلکه اراده کار وکړي.

حکمتیار طالبانو ته په پيغام کې وویل ، وینه تویونه دې ودروي،سوله دې وکړي او په ټولو ملي بهیرونو کې دي رغنده ونډه واخلي.

ده زیاته کړه ” طالبانو سره مواختلاف دادی چې هغوی د زور حکومت کوي او موږ دا نه منو، ددنیا هر څواک چې ستاسو تر شا ولاړ وي په زوره پر افغانانو حکومت نه شي کولی او نه یې څوک در سره مني.”

د حزب اسلامي مشر وویل ، څوک چې خدای مني د بادار نه مني او زیاته کړه “افغانانو دشوروي د زور حکومت ونه منلو او پر وړاندې یې مبارزه وکړه، او نه هم اوس د طالبانو دزور حکومت مني، افغانان به خپل برخلیک پخپله ټاکي .”

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchzznzq23nk6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته