دخپریدو نیټه :شنبه ۶ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۰۶
د مطلب کود : 152160
طالبان په سلهاوو کورونو ته په سرپل کی اور اچولی دی
سرپل سیمه ایز چارواکی وایی چی د درو ورځو راهیسی د میرزاولنګ په دره کی د پنځه سوو څخه ډیر خالی کورونو ته اور اچولی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، سید اسدالله دانش، د سرپل ولایتی شورا غړۍ وایی چی دا ډله د میرزاولنګ دره ونې خپل ژمۍ د تیرولو لپاره پری کړی دی.

هغه ټینګار وکړ چی ددی دری طالبان دره په ویرانه بدل کړی دی.

خلیل الله دستیار، د سرپل پولیسو قومانده هم دا خبری تائیدوی او وایی چی طالبان ددی دری ختیځ او لویدیځ کورونه خراب کړی دی.

دستیار و سلام وطندار ته وویل چی تراوسه تازه اطلاعات و لاس ته یی نه دی رسیدلی.

په دی حال کی، سیمه ایز سرچینی په دی ولایت کی وایی چی تراوسه طالبان په دی دره کی حضور لری او ونو پری کولو پروسه روانه ده.

طالبان تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.

https://avapress.com/vdcaiun6w49nm61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته