دخپریدو نیټه :شنبه ۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۲۸
د مطلب کود : 162169
ننګرهار کې سړک غاړې ماین چاودنه ملکې وګړو ته مرګژوبله اړولي
ننګرهار ولایت کې د سړک غاړې چاودنې له امله په هسکې مینې ولسوالی کې ملکې وګړو ته مرګژوبله اوښتي دی.

د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې پیښه نن سهار د هسکې مینې ولسوالی اړوند پایین کمپ سیمه کې رامنځته شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په وژل شویو او تپيان کې ماشومان او ښځې هم شامل دي.
پد ولایت مقام په وینا «نن سهار شاوخوا نهه بجې د هسکې مېنې پاپين کمپ سيمه کې د ملکي وګړو په ډاټسن ډوله موټر د سړک غاړې ماين چاودنه شوې، چې له امله يې د يو ماشوم په ګډون پنځه تنه شهيدان شوي، او د دوو ميرمنو او څلورو ماشومانو په ګډون نهه تنه ټپيان شوي دي.»
تر اوسه کوم چا یا ډله د پیښې مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د دولت ضد وسله والې ډلې اکثراً له امونیم نایټریټ څخه د سړک په غاړې په ماینونو کې کار واخلي په داسې حال کې چې افغان چارواکي وایي په دغو بریدونو کې اکثرا عام وګړي وژل کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما وایي د ۲۰۱۷ میلادي کال په ترڅ کې د تاوتریخوالو له امله لږ تر لږه ۳۴۳۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي.
https://avapress.com/vdcaiun6o49ni61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته