دخپریدو نیټه :جمعه ۱۴ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۵
د مطلب کود : 163019
ننګرهار کې داعش پنځه غړۍ وژل شوي
په ننګرهار ولایت کې د امریکایی ځواکونو بی پیلوټه الوتکو بریدونو په ترڅ کې د داعش نومې ډلې پنځه غړي وژل شوی دی.

سیمه ییز چارواکي وایي، دغه کسان د تېرو ۲۴ ساعتونو په موده کې د هسکې مینې ولسوالی په مربوطاتو کې وژل شوي دي.
چارواکي زیاتوي، چې د عملیاتو په ترڅ کې د داعشیانو یو شمېر درنې او سپکې وسلې هم لمنځه تللي دي.
د ننګرهار ولایت مقام له مخې،  تېره شپه د هسکې مېنې ولسوالۍ پاپين او مياجي بابا سيمه کې بهرنيو ځواکونو د داعش وسله والو پر پټنځايونو هوايي بريدونه کړي، چې په ترڅ کې پنځه داعش وسله وال وژل شوي.
سرچینه زیاتوي، چې د بریدونو په ترڅ کې د دوی يو شمېر سپکې او درنې وسلې لمنځه وړل شوي.
د دولت ضد وسله والې ډلې د داعشیانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د داعشیانو او نورو وسله والو پر وړاندې په ننګرهار ولایت کې چاڼیز عملیاتو او هوایي بریدونه دوام لري.
 
https://avapress.com/vdcfymdy1w6dvxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته