دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۱
د مطلب کود : 163200
ولسمشر غني: زما دنده بل کال د جوزا په لومړۍ ورځ پای ته رسیږي
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، سږکال به خامخا د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو لپاره ټاکنې او بل کال ته به ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي.

ولسمشر غني وویل " لومړۍ د جوزا د ۱۳۹۸ کال کې زما دنده ختمیږي او دا د دې څرګندونه کوي، چې په میاشتو وروسته وه، هغه مطرح نه ده، اساسي قانون مطرح دی او اساسي قانون باید اول پر ما باندې تطبیق شي".
ولسمشر غني نن د دوشنبې په ورځ په ارګ کې د افغان ښځو پنځم نړیوال سمپوزیم ته په وینا کې د افغانستان له خلکو وغوښتل، چې په ټاکنو کې ګډون وکړي
ولسمشر غني، په کابل او خوست ولایتونو کې د ټاکنو لپاره د نوم لیکې په مرکزونو باندې د وسله والو مخالفانو بریدونو ته په اشارې وویل، دا بریدونه د افغانستان پر خپلواکۍ، ولسواکۍ او ازادۍ بریدونه دي او زیاته یې کړه، چې د افغانانو دښمنان غواړي، د دغو بریدونو په واسطه په دغه هیواد کې د تیرو څلویښت کلونو بې ثباتي دوام ومومي.
ولسمشر غني وویل "نه پر یو خاص قشر او یا ډلې باندې، دا حملې زمونږ پر ټولو ملي او اسلامي ارزښتونو باندې تیری دی او دا حملې د دښمن د شوم نیت نښه ده، ځکه غواړي، زمونږ د هیواد د څلوېښتو کالو بې ثباتي دوامداره وساتي، په دې کې شک او شبه مه لرئ، چې د افغانستان دښمنان د افغانستان د ثبات، پراختیا او ګټې دښمنان دي، دا د یو خاص افغان سره جګړه نه لري، دا د افغان ولس سره جګړه لري".
ولسمشر غني، چې تیره اونۍ په افغانستان کې د الکټرونیکي تذکرو د ویشلو د بهیر د پیل پر وړاندې د ځینو سیاسي ډلو او چارواکو دریځونو وروسته یې وینا کوله پرته له دې، چې د چا نوم واخلي، وویل، چې د افغانستان اساسي قانون د دغه هیواد د ټولو اتباعو ازادۍ او حقوق خوندي کړي دي.
خو هغه وویل، چې ځینې له قانوني ازادۍ څخه د نورو پر خلاف کار اخلي.
ولسمشر غني وویل " زمونږ په فرهنګ کې د ژبې زخم باندې پوهیږئ، کله چې توهین او تحقیر کوئ او کله، چې حقیقت سرچپه کوئ، کله چې په زرګونو تورونه لګوئ دا ازادي نه ده له ازادۍ څخه ناوړه ګټه اخیستنه ده".
ولسمشر غني وویل، چې دی خو حوصله لري، چې د نورو په زرګونو ښکنځلې په حوصله بې ځوابه پریږدي، خو هغه وویل، سیاسي اخلاق دا نه اجابوي، چې نور له منفي ازادۍ ګټه واخلي.
ولسمشر غني وویل، چې خوله هم کلا ده او هم بلا او دی نه غواړي، چې خپله خوله په بلا بدله کړې، ځکه چې د ولسمشر غني پر وینا افغانستان له کافي بلاګانو سره مخ دی.
ولسمشر غني وویل، د افغانانو ترمنځ یووالی به د دې سبب وګرځي، چې سیاسي ټیکدارۍ پای ته ورسیږي.
ښاغلي غني وویل " زه د دروازې ساتوونکی نه لرم، تاسو د دروازې ساتوونکي مه پریږئ، د تړلو دروازو رامنځ ته کیدلو مخه ونیسئ، ارګ پرانیستی دی، تاسو یې نور هم پرانیستي حالت ته بوځئ".
ولسمشر غني وویل، چې دې ته اړتیا نشته، چې ارګ پرانیستی وي، بلکې دې ته اړتیا ده، چې ټول دولت پرانیستی اوسئ او ټولنه یو د بل پر وړاندې پرانیستې وي.
ولسمشر غني د ښځو د حقونو په اړه هم وغږیده او د راروانو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې په روان بهیر کې یې د ښځو پر کمې ونډې ناخوښي وښوده.
دې غونډې ته لومړۍ میرمن هم لنډه وینا وکړه او د بیلابیلو ولایتونو څخه دغه سمپوزیم کې د ښځو ګډون یې د ښځو د استازو ترمنځ د نظریاتو تبادلې لپاره مهم وګڼل.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchvxnzv23n-id.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته