دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۶
د مطلب کود : 163973
د افغانستان د بیلابیلو برخو کی ۱۲۵ تنه د دولت مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتی ده
راپورنه وایی، د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان امنیتی ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۱۲۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د افغانستان د ملي دفاع وزارت نن ورځ نه خبره شوې خبرپاڼه کې راغلی دی، چې افغان امنیتی ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ ګډ، او چاڼیز عملیات، ۷۹ ځانګړي کمانډويي عملیات او ۱۰ هوايي بریدونو پر وسله والو مخالفینو تر سره کړي دي.
سر چینی زیاتوی، چې یاد عملیات، په ننګرهار، غزني، کندهار، اروزګان، فراه، کندوز، بلخ، فاریاب، سمنګان، بدخشان، بغلان او هلمند ولایتونو کې تر سره شوي دي.
په خبرپاڼه کی ویل شوی، په دغه  عملیاتو کې ۱۱۰ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان او ۳ تنه یې هم ژوندي نیول شوي دي.
وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.
https://avapress.com/vdcefx8zxjh8poi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته