دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۵
د مطلب کود : 167344
ولسمشر غنی: افغانستان کې جګړې پیچلتیا د یو شمیر هیوادونو همکاریو ډیریدو لامل شوي
جمهور ریس محمد اشرف غني وايي، د افغانستان د جګړې د پیچلتیا له امله په دغه هیواد کې د پخوا پرتله د سولې له بهیر سره د یو شمیر هیوادونو همکاري ډیره شوې ده.

جمهور رئیس غني، چې د څارنې او همغږۍ د ګډ بورډ په ۲۱ مه غونډه کې چې نن چهارشنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۷ مه) په ارګ کې جوړه شوې وه، خبرې کولې وویل، د شانګهای سرمشریزې دا وښودله، چې د افغانستان د سولې له بهیر څخه سیمه ییز ملاتړ د ډیریدو په حال کې دی.
ښاغلي غني وویل"د جګړې په پرتله د سولې په تړاو همکاري او ګډون زیات شوی دی یعنی زموږ د شریکانو تر منځ سولې ته لیوالتیا په څرګند ډول زیاته شوې ده".
جمهور ریس غني وویل په ۲۰۱۸ کال کې د سولې بهیرکې د ګډون په برخه کې ستر فرصتونه منځ ته راغلي دي.
جمهور رئیس غني وویل، په افغانستان کې د سولې په برخه کې د سیمې لریلد هم سم طرف ته روان دی.
ښاغلي غني پاکستان ته په اشارې وویل، چې د دغه هیواد سره هم د " د کاغذ پرمخ" د سولې په برخه کې په همکارۍ کې پرمختګ راغلی، خوښاغلي غني ز یاته کړه، چې لا هم پاکستان سره زیات کار ته اړتیا ده، ترڅو ټول د دې همکارۍ عملي او څرګندې پایلې وویني.
ښاغلي غني وویل " د افغانستان د سولې په برخه کې د همکارۍ د زیاتیدو دلیل دادی، چې جګړه ډیر پیچلې او ډیر مختلف اړخونه لري، د دې له امله یو شمیر هیوادونو نه غوښتل، چې په دې جګړه کې شریک شي، خو برعکس د سولې په بهیر کې همکاري او ګډون د ټولو اړخونو لپاره د ګټلو پایلې لري او هیڅوک به بایلونکي نه وي".
جمهور رئیس غني وویل، د بروسل کنفرانس او په سعودي عربستان کې د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو غونډه، چې پر یو مهال جوړې شوې د افغانستان د سولې د بهیر څخه د سعودي عربستان د ولیعهد مثبت پیغام له ځان سره لره.
جمهور رئیس غني وویل " هلته پخوانۍ مفکوره غلطه ثابته شوه، چې ویل کیدل،به چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې سوله نه غواړي، برعکس اوس نړیواله اجماع، سیمه ییزه او اسلامي نړۍ د بین الافغاني سولې له نوښت څخه ملاتړ کوي".
د سولې په تړاو جمهور رئیس محمد اشرف غني دا څرګندونې د طالبانو سره د امریکا د مخامخ خبرو په اړه د خپرو شوو رپوټونو وروسته کړي دي.
افغان حکومت وایي، چې که څه هم امریکا به د طالبانو سره د سولې په خبرو کې برخه ولري، خو لا هم افغان حکومت د سولې په هر ډول خبرو کې دغې ډلې سره د خبرو اصلي طرف دی.
د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د څارنې او همغږۍ د بورډ ګډه غونډه په هرو شپږ میاشتو کې د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې د استازو ترمنځ په کابل کې جوړیږي.
 
https://avapress.com/vdcay0n6y49nie1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته