دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۴
د مطلب کود : 167542
جنرال دوستم و کابل ته روان شو
د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د کابل لوری ته روان شو.

د جنبش ملي ګوند ویاند بشیر احمد تهینج په خپل رسمي فیسبوک پاڼه کې د یو بیان په خپرولو سره  تائید کړې چې جنرال دوستم له ترکیې څخه د کابل په لور روان شوی.
د جنبش ملي ګوند چارواکي وایي جنرال عبدالرشید دوستم نن کابل ته ستنېږي او هېواد ته له راګرځېدو وروسته به جنرال دوستم د ولسمشر لومړی مرستیال په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.
د یاد ګوند ویاند بشیر احمد تینج وایي د نظام الدین قیصاري د خوشي کولو لپاره هلې ځلې به د ولسمشر لومړی مرستیال په لومړیتوبو کې ځای ولري.
د ښاغلي تهینج په وینا، ټاکل شوې چې نظام الدین قیصاري ډېر ژر د ملي امنیت له قید څخه ازاد شي او خپل استوګن ځای ته راستون شي.
نوموړی په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل خو زیاته یې کړه چې د جنبش ملي ګوند پلویان به د وروستيو تحولاتو په وړاندې خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي او د راتلونکو برنامو په اړه به په ګډه پرېکړه وکړي.
د افغانستان د ولسمشر د دفتر مرستیال هارون چخانسوري هم پرون خبریالانو ته وویل، چې جنرال عبدالرشید دوستم به د ولسمشر لومړی مرستیال په توګه خپل کار ته ورکوي.
 
https://avapress.com/vdcay0n6u49nim1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته