دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۴
د مطلب کود : 167659
جنرال دوستم، د خلګو قدرت منندویه
جنرال عبدالرشید دوستم؛ د ریاست جمهوری لومړۍ معاون، ترکیه هیواد ته د ۱۴ میاشتو تبعید وروسته خپل هیواد ته بیرته ګرځیدو سره، خپل پلویانو څخه وغوښتل چی دولتی اداری او تجارتی بنادر او لویی لاری خلاصی کړی.

ښاغلی دوستم خپل خبرو بله برخه کې د طالبانو سره سولې په اړه خبری وکړی او وویل چی د طالبانو سره مذاکری مساله یا سولې پروسه د حکومت مهم دنده ده.
هغه وویل: زه د ولسمشر معاون په حیث، دا دنده د ټولو دندو څخه و دولت او ولسمش راو ملی امنیت شورا ته مهم بولم.
افغانستان ته د ښاغلی دوستم بیرته ګرځیدو سره، د لاریون کوونکو دوه مهم مخکنۍ شرطونو څخه یو ترسره شو. د هغوی دوهم شرط هم د ښاغلی قیصاری آزادیدنه د دولت بند څخه دی چی ښاغلی دوستم وعده کړي چی هغه به آزاد شی.
کارپوهان وایی چی صرف نظر ددی څخه چی اوس، هم خپله دوستم او هم دولت ویاندان ادعا کوی چی هغه نه تبعید شوي او نه یی هم صلاحیت د ریاست جمهوری لومړۍ معاون په حیث تعلیق شوی وو؛ بلکه د مداوا او تداوی لپاره ترکیه ته تللی وو. خو ترهمدی ۲۰ ورځو مخکې هم حتی ددی پیښی تصور او وړاندوینه هم سخت کار وو؛ بالخصوص داچی ښاغلی دوستم د افغانستان ژغورنې ائتلاف مهم اضلاعو څخه بلل کیږی چی د ارګ ماڼۍ او خپله اشرف غنی سیاستونو په وړاندی جوړ شوی دی او کابل ته د جنرال دوستم ګرځیدنه کې هم دددی جریان مشران د نورو مرجعو په نسبت، پیاوړۍ حضور درلود.
په دی توګه، د پوهانو په باور، د ادعاوو برخلاف، نه ژغورنی ائتلاف، نه ارګ ماڼۍ او نه هم بل حقیقی او حقوقی مرجع، هیواد ته د لومړۍ معاون بیرته ګرځیدو زمینه برابره نه کړ. دا د افغانستان خلګ او ازبک ملت وو چی په صحنه کې خپل شپه او ورځو حضور سره شکاره کړ چی د خلګو قدرت څخه هیڅ لوړ قدرت نشته او که هغوی وغواړی نه خارجی ځواکونه او نه هم دولت د هغوی اعتراضاتو مخه نیولای شی.
دولت که څه هم د کار په سر کې، سیاسی لوبې ته د ځواک په واردولو سره، یو خطرناک اقدام ترسره کړ؛ خو چی د خلګو لوی لاریونونو او اعتراضانو سره مخ شو، پوه شو چی نه شی کولای قهریه قوه ته په توسل سره خپل اقتدار تثبیت کړی او وضعیت تر کنترول لاندی راولی.
همدا کار ښاغلی دوستم هوادارانو ته اراده وکړه ترڅو صحنه کې پاته شی او خپل غوښتنو نه ترسره کیدو پوری میدان پرینږدی.
د فاریاب په ځینو سیمو کې حتی لاریون کوونکو شپو کې هم لاریون ته ادامه ورکړه.
همدا پایداری او خلګو حضور وو چی دوستم ته دا امکان ورکړ چی نه یواځی د ۱۴ میاشتو تبعید وروسته هیواد ته وګرځی؛ بلکه د اقتدار او احترام په اوج کې کابل ته وګرځی او د خپلو متحد سیاسی مشرانو او جریانونو سره ارګ ته محکم پیغام او لیک واستوی.
هغه که د سولې پروسی څخه ملاتړ او د وحدت او تفاهم او اختلافاتو حل او... په اړه خبرو کولو سره هڅه وکړه چی د ولسمشر لومړۍ معاون په حیث ځان د نظام یو برخه معرفی کړی؛ خو په عینی حال کې، د اپوزیسیون غړۍ منتقد رهبر په حیث موضع ونیوله او خپل کلیدی غوښتنې لکه د نظام الدین قیصاری آزادیدنه، د هغه ساتونکو قتل او شکنجه عواملو مجازات او هم د ژغورنی ائتلاف پراختیا او په راتلونکې ټاکنو کې یی پررنګه حضور باندی ټینګار وکړ.
دا مواضع په دی معنی وو چی ښاغلی دوستم خپل قدرت بیرته د خلګو په مټ او توان سره ترلاسه کړ.
ارګ د شمال لاریونونو په جریان کې دا خبری باندی ځان پوه کړ چی بیله سازش او تفاهم سره نه شی کولای چی خپل اقتدار او بقا تضمین کړی.
 
 
https://avapress.com/vdcjiaevhuqemmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته