دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۳
د مطلب کود : 168169
ناپیژانده الوتکې، داعش خارجی غړۍ د جوزجان څخه دباندی لیږدولی دی
د هیواد په شمال جوزجان کې د داعش څخه ۱۵۰ تنو تسلیمیدو وروسته د مولوی حبیب الرحمن، داعش رهبر په شمول او مفتی نعمت الله د داعشیانو رهبر معاون سره یوځای، ددی ولایت ولایتی شورا یو غړۍ آوا خبرنګار ته ویلی چی ناپیژانده الوتکې، داعش خارجی غړۍ د سیمی څخه ایستلی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، نن سهار د شاهین ۲۰۹ قول اردو د هیواد په شمال کې د یو فوری خبری په خپرولو سره ویلی: مولوی حبیب الرحمن، داعش رهبر د هیواد په شمال کې او مفتی نعمت الله، هغه معاون، د ۱۵۲ تنو سره خپل تجهیزاتو سره یوځای تیره شپه(سه شنبه، اسد ۹) امنیتی او دفاعی ځواکونو ته تسلیم شوي.
دفاع وزارت د یو بیانیی په خپرولو سره دا خبره تایید کړی دی.
حلیمه صدف، د جوزجان ولایتی شورا غړۍ هم ددی خبری په تایید سره زیاته کړه:ډیر شمیر داعش وسله وال د دولت سره یوځای شوی چی ۲۷ تنه یی افغان دی. ۷۰ تنه نور یی د بیلابیلو هیوادونو څخه دی چی د ناپیژانده الوتکو له لوری دباندی ته لیږدول شوی دی.
د جوزجان ولایتی شورا دا غړی په وینا ۵۰ تنه ازبکستانیان د داعش ددی ډلې څخه، د طالبانو سره یوځای شوی دی.
هغی وویل چی اوس حال کې د قوش تیپه او درزآب ولسوالی وضعیت نورمال دی.
د شاهین ۲۰۹ قول اردو مطبوعاتی مسؤول افغان غږ خبری آژانس خبرنګار ته وویل چی ځینی نور شمیر داعشیان چی د سردره په کلۍ کې د طالبانو سره د جنګ په حال کې دی هم اعلان کړی چی دولت سره یوځای کیږی.
هغه د داعش ځواکونو ایستنه د ناپیژانده الوتکو له لوری رد کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcg379qyak93q4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته