دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۲
د مطلب کود : 168220
ناټو: افغانستان شمال کې د داعش له منځه تلنه به د وخت نه مخکې وی
ناټو وايي، دا به له وخت نه مخکې وي چې وویل شي د افغانستان په شمال کې داعش ډله له منځه تللې ده.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت دا بیان وروسته تر هغې ورکړ چې افغان چارواکو وویل، په جوزجان ولایت کې لسګونه داعش وسله وال امنیتي ځواکونو تسلیم شوي او نور داعش د افغانستان په شمال کې لوی ګواښ نه دی.
د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش په دی اړه وویل، د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د داعش وروستۍ ډله چې څه د پاسه ۱۵۰ وسله وال وو، افغان ځواکونو ته تسلیم شول.

ښاغلي رادمنش زیاته کړه:
"په درزاب ولسوالۍ کې د داعش وروستۍ ډله چې ۱۵۲ کسان دي، له خپلو وسلو، وسایطو او قوماندان سره چې مولوي حبیب الرحمن نومېږي، افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي."
ښاغلي رادمنش وویل، د جوزجان په درزاب کې د داعش ډلې د ځپلو لپاره له څه مودې راهیسې افغان ځانګړو ځواکونو او هوايي قواو خپل تهاجمي عملیات زیات کړي وو.
په همدې حال کې طالبانو ادعا کړې ده چې په جوزجان ولایت کې يې د داعش لسګونه وسله وال وژلي دي او دا ولایت يې له داعشیانو پاک کړی دی. که څه هم افغان مقاماتو په جوزجان ولایت کې د داعش پرضد د طالبانو د بریدونو په اړه تبصره نه ده کړې، خو په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان تېره اوونۍ ویلي و چې دوی د داعش پرضد د طالبانو له جګړې خبر دي.
جنرال جان نیکلسن ویلي، د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د داعش پرضد د طالبانو عملیات تشویقوي، ځکه داعش باید له منځه یوړل شي.
افغان چارواکي په داسې وخت کې د افغانستان په شمالي ولایت جوزجان کې د داعش د ځپلو خبره کوي چې دې ډلې د هغو خونړیو چاودونو او ډله ییزو بریدونو مسولیت منلی دی چې په دې وروستیو کې په ننګرهار او په ځانګړي ډول د دې ولایت په مرکز جلال اباد کې شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcewv8z7jh8pwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته