دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۹
د مطلب کود : 168214
جوزجان کې داعش تسلیم شویو ځواکونو شمیر ۲۵۰ تنو ته ورسید
داعش تروریستی ځواکونو آخری شمیر چی ځان دولتی ځواکونو ته تسلیم کړي، ۲۵۰ تنو ته ورسید.

تورن محمد اسماعیل جوزجان درزاب ولسوالی امنیه قوماندان وویل چی د آخری نوملړ په اساس، داعشیانو شمیر ۲۵۰ تنو ته ۳۰ تنو ښځو شمیر ته ورسید.
د تورن اسماعیل په وینا ۲۵۰ تنه د داعش ډلې څخه د مولوی حبیب الرحمان په مشری، ملویو مفتی نعمت او داملا صحبت داعش نظامی مسؤول د درزاب په ولسوالی کې د ۱۲ تنو په شمول امنیتی ځواکونو ته تسلیم شوی دی.
د جوزجان سیمه ایز چارواکو معلوماتو په اساس ۲۵۰ تنه چی امنیتی ځواکونو ته تسلیم شوی د درزاب ولسوالی مرکز څخه شبرغان ښار ته ولیږدول شو.
رادیو آزادی ریپورت ورکړي چی تیره ورځ نږدی ۳۰ تنه داعشیان امنیتی ځواکونو ته تسلیم شوی او شبرغان ښار ته لیږدول شوی وو.
 
 
https://avapress.com/vdchz6nzk23n-id.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته