دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۷
د مطلب کود : 168699
چین کې سلګونو مسلمانانو د جومات ورانولو مخنیوي لپاره احتجاج کړی
چين کې د حکومت له لورې د یوه جومات ورانولو مخنیوي لپاره سلګونه مسلمانان د احتجاج په توګه راټول شوي دي.



دغه تاریخي جومات چې تېرو دوو کلونو کې نوی ترميم شوی د چین په لويدیځ نينګشیا سیمه کې واقع دی.

ځايي چارواکي وايي، ستر ویجو جامع جومات له رسمي اجازې پرته جوړ شوی دی.

ویجو جومات لوړ منارونه او ګنبدې لرې چې ۶۰۰ کاله پخوا د چین په سبک جوړ شوی و، خو اوس يې ترمیم دمنځني ختیځ له ودانيز سبک سره سم ترسره شوی دی.

د نینګشیا چارواکو د اګسټ په دریمه د زور له لارې د جومات د نړولو په اړه اعلامیه خپره کړې وه، دا خبر د ځايي هويي مسلمانانو له لورې پر خواله رسنیو لاس پر لاس شو.

د چینايي چارواکو او مسلمانو مشرانو ترمنځ ددې جومات په اړه څو ورځې خبرې اترې روانې وې چې پرون يې د جومات پر ځای د جومات د ګونبدونو د نړولو پر سر موافقه سره وکړه.

خو ځايي مسلمانانو دا موافقه رد کړه او له پنجشنبې راهیسې يې سلګونه تنه د دې سپين جومات مخې ته راټول شوي دي.

مسلمانان وايي چې دوی به پرې نږدي چې څوک جومات ته لاس وروړي.

د مسلمانانو تر احتجاج وروسته ځايي چارواکو مسلمانانو ته وویل چې جومات نه نړوي او دوی دې خپلو کورونو ته ستانه شي، خو نن دجمعې په ورځ هم د جومات د ساتنې لپاره مسلمانانو خپل احتجاج ته دوام ورکړ.

د ساوت چينا پوسټ ورځپاڼې ویلي، داسې پوښتنې را ولاړې شوې چې که جومات له رسمي اجازې پرته ودان شوی، نو تېرو دوو کلونو کې يې ولې ودانيزې چارې نه بندېدلې.

د چین د حکومت له لورې اېغور او هويي مسلمانان تر سخت فشار لاندې دي، په ځانګړې توګه اېغور مسلمانان له هر ډول مذهبي فعالیت څخه منعه کړای شوي او لسګونه زره يې ځانګړو کېمپونو کې اچول شوي، تر څو هلته له خپل دین څخه په کرکې او انکار مجبور کړای شي.

په چین کې د مسلمانانو شمېر ۲۳ ميلیونو کسانو ته رسیږي او په نينګشيا سیمه کې هويي مسلمانان مېشت دي.
https://avapress.com/vdceov8zojh8ppi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته