دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۱۶
د مطلب کود : 172016
کندهار: په معروف ولسوالۍ کې د طالبانو یو برید په شا تمبول شوی
تېره شپه د کندهار په معروف ولسوالۍ کې افغان امنیتي ځواکونو د وسله والو طالبانو یو لوی برید په شا تمبولی دی.

د کندهار د پوليسو ویاند ضيا دُرانی وایي چې وسله والو تېره شپه غوښتل چې د معروف ولسوالۍ د کلنیک پر پوسته موټر بم بريد وکړي چې دا موټر بم امنیتي ځواکونو پيژندلی او له منځه یې وړی دی.
دی وايي:
"تېره شپه پر لسو بجو وسله والو مخالفینو غوښتل یو ټانک د کلنیک پر پوسته والوزوي چې د پولیسو له لوري پیژندل شوی او په ډزو یې له منځه وړی دی. وروسته وسله والو ډله ییز برید وکړ. دا چې پوسته امنیه قوماندانۍ ته نېژدې وه نو ډېر ژر مرسته ور ورسېده او وسله وال یې د شپې تر دوو بجو تېښتې ته اړ کړل."
د نوموړي په خبره چې له وسله والو سره په دې پنځه ساعته جګړه کې درې پوليس وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
د کندهار د پوليسو ویاند وویل چې وسله والو ته هم په دې جګړه کې درنه مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې نه ده معلومه.
طالب وسله والو ‎ د برید مسولیت منلی او ګڼو سرتېرو ته یې د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.

 
سرچينه : آزادی رادیو
https://avapress.com/vdccsiqse2bqmx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته