دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۸
د مطلب کود : 173267
ولسمشر غنی امریکا پوځ مرکزی قومندانۍ قومندان سره وکتل
ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا متحدوایالتونو د پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جوزف ووټل نن مازدیګر په ارګ کې خپل حضور ته ومانه.

د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي، چې په دغه کتنه کې دواړو لوریو د سولې د بین الافغاني مذاکراتو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز او لا پیاوړتیا، په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې د اصلاحاتو بهیر، تروریزم سره د ګډې مبارزې او د جنوبي اسیا لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د ستراتیژۍ د اغېزو په اړه خبرې وکړې.
خبرپاڼه زیاتوي، چې جنرال ووټل، جمهور رئیس او د افغانستان خلکو ته د کندهار د تروریستي پېښې په اړه د غمشریکۍ ترڅنګ د ولسي جرګې ټاکنو د بریالي ترسره کېدو مبارکي وویله او د ټاکنو د امنیت د ښه تامین په برخه کې یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو هلې ځلې وستایلې او جمهور رئیس ته یې ډاډ ورکړچې د امریکا دولت به د نړیوال ستراتیژیک متحد په توګه د افغانستان دولت او خلکو سره پاتې شي.
د ارګ ماڼی په وینا، جمهور رئیس غني د جنرال ووټل د غمشریکۍ او ملاتړ قدرداني وکړه او له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې یې د امریکا متحدو ایالتونو همکارۍ وستایلې.
جمهوررئیس زیاته کړه، د سولې لپاره په ملي، منطقوي، بین المللي او د اسلامي هېوادونو په کچه اجماع رامنځته شوې ده او موږ د هر هغه اقدام چې په افغانستان کې دبین الافغاني مذاکراتو د پیل او د باعزته او تلپاتې سولې لامل شي، هرکلی کوو.
 
https://avapress.com/vdcb0fb8zrhbz5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته