دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۰۴
د مطلب کود : 174786
قوماندان علیپور نیول کیدو په اړه ملی امنیت څرګندونې
د افغانستان د ملي امنیت ریاست تائیدوي چې د پاڅونوالو یو قوماندان علي پور مشهور په قوماندان شمشیر د دې ریاست د موظفینو له خوا نیول شوی دی.

ملي امنیت ریاست په یوه بیان کې ویلي، چې قوماندان علي پور د لیندی په څلورمه د کابل ښار د قلعه قاضي له مربوطاتو څخه نیول شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې قوماندان علي پور د غیرقانوني فعالیتونو، غیرقانوني اخاذیو او شوکو، او پر امنیتي ځواکونو د بریدونو په تور نیول شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښار د دشت برچي په سیمه کې د قوماندان علي پور د نیولو په ضد پرونی مظاهره په تاوتریخوالي واوښتې.
امنیتي چارواکي وایي، د تیرې ورځې په لاريونونو کې د مظاهره چیانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې شوي چې له امله یې د پولیسو ۲۰ سرتېري ټپيان شوي دي.
 
https://avapress.com/vdciv5azqt1ayy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته