دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۲۲:۱۴
د مطلب کود : 175223
په کابل کې د امنیتی ځواکونو او زورواکو ترمنځ نښته شوی
په پلازمېنه کابل ښار کې امنیتي چارواکي تائیدوي، چې د امنیتي ځواکونو او زورواکو ترمنځ نښته شوې چې له امله یې یو شمېر کسان ټپیان شوي دي.

چارواکي زیاتوي، چې دا پېښه نن له غرمې وروسته د کابل ښار په شهر نو سیمه کې رامنځته شوه.
د راپورونو له مخې، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د ملي پولیسو یو شمېر سرتېري د یو کور د تخلیه کولو لپاره سیمې ته تللي وو، چې د زورواکو له مقاومت سره مخ شول.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي، د نښتې په ترڅ کې د ملي پولیسو شپږ سرتېري ټپیان شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcf0tdymw6de0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته