دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۳۹
د مطلب کود : 175356
حامد کرزی: د سولې په اړه د زلمي خلیلزاد د هڅو کلک ملاتړ کوم
ښاغلي کرزي وویل لکه څرنګه چې په افغانستان کې د امریکا له بمباریو او جګړې سره کلک مخالفت کوي په هماغه ډول یې د سولې له هڅو کلک ملاتړ کوي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د زلمي خلیلزاد پر ټاکل کېدو خوښ دی او وايي دا «زموږ» دنده چې د سولې خبرو د بریالیتوب لپاره له نوموړي سره همکاري وکړو.
ښاغلي کرزي د چهارشنبې په ورځ د سید بهاءوالدین مجروح په نویمه کالیزه کې د وینا پر مهال وویل، زلمی خلیلزاد د افغانستان، سیمې او مریکا څخه ښه خبر دی.

نوموړي زیاته کړه:" خوښ یم ښاغلی خلیلزاد چې افغاني ریشه لري، زموږ وطنوال او وافغان دی، د دې کار لپاره ټاکل شوی دی، زموږ خلک او خاوره پېژني، له سیمې ښه خبر دی، امریکا ښه پېژني، زموږ دنده داده چې ټول ورسره همکاري وکړو، چې ښاغلی خلیلزاد د سولې په خبرو کې کامیاب شي."
ښاغلي کرزي وویل لکه څرنګه چې په افغانستان کې د امریکا له بمباریو او جګړې سره کلک مخالفت کوي په هماغه ډول یې د سولې له هڅو کلک ملاتړ کوي.
ښاغلی کرزی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې امریکا په اوکتوبر میاشت کې زلمی خلیلزاد د افغان سولې لپاره خپل استازی وټاکه.
ښاغلي خلیلزاد پر دغه ماموریت تر ټاکل کېدو وروسته درې ځله سیمې ته سفرونه کړي دي.
نوموړی د خپل دریم سفر پیل کې پرون پاکستان ته تللی او د هغه هېواد له چارواکو سره یې پر افغان سولې خبرې کړي دي.

ښاغلي کرزي همدارنګه وویل له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د سولې د مذاکراتو لپاره یو ملي پلاوی وټاکي.
هغه زیاته کړه:"د افغانستان حکومت ته هیله مند یم چې، یو ملي، ملي او ملي هیئت د مذاکراتو لپاره وټاکي، چې د افغانستان مشران، د افغانستان مېرمنې او ځوانان دا د ځان وبولي او هغه صلاحیت ولري چې مذاکرې تو ته حاضر شي، یو ملي هیئت وي."
کرزي وویل نه غواړي چې افغان دولت د سولې له خبرو څخه بهر پاتې شي.
نوموړي له طالبانو څخه وغوښتل چې د سولې د خبرو لپاره له همدغه ملي‌ پلاوي سره خبرو ته کېنې تر څو حل لاره پیدا کړي.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی پر داسې مهال له افغان حکومت څه د سولې مذاکراتو لپاره د ملي هیئت ټاکلو غوښتنه کوي چې افغان حکومت د سلام رحیمي په مشرۍ د سولې مذاکراتو د یو ۱۲کسیز مرکچي پلاوي د ټاکل کېدو خبر ورکړی دی.

ښاغلي کرزي یو ځل بیا د تېر په شان له امریکا څخه وغوښتل چې په افغانستان کې هوايي حملې بندې کړي.
هغه وویل چې د سولې پروسه د سولې کوښښ او بمبارۍ او جګړه نه سره چلېږي او له طالبانو یې هم وغوښتل چې جګړه بس کړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccppqse2bqm18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته