دخپریدو نیټه :جمعه ۳۰ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۳
د مطلب کود : 176339
د ملکي کارکوونکو د معاشونو لوړیدو پالیسی د کابینی په غونډه کې تائید شوه
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې د نورو موضوعاتو پرسر د بحثونو تر څنګ راغلي، د کابینې په غونډه کې، چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ ترسره شوه ، د ملکي کارکونکو د معاشونو د ترتیب پالیسي تائید شوې ده.

خبر پاڼه زیاتوي، د مالیې وزارت سرپرست او د دغه وزارت د مالي او لوی اقتصاد د پالیسۍ عمومي رئیس د ملکي کارکونکو د معاشونو د مدیریت پالیسي غونډې ته وړاندې کړې او د کابینې له لوري یاده پالیسي تائید شوې ده.
 په خبر پاڼه کې ویل شوي دي چې، دغه پالیسي به د معاشونو زیاتوالی د کارکونکو د وړتیاو او تخصص له مخې تنظیم کړي، د دغې پالیسۍ پربنسټ د معاشونو د ورکړې موازي جوړښتونه، د کدري معاشونو د ایجاد لړۍ، په تدریجي ډول له منځه ځي او امتیازات به په منطقي ډول توزیع شي.
په خبر پاڼه کې د ویل شوي دي چي، کدري امتیازونه به تخنیکي او مسلکي کارکونکو ته د وړتیاو له مخې په پام کې ونیول شي، د غیر تخنیکي او مسلکي کارکوونکو او ټیټې کچې د مامورینو لپاره، د معاشونو نا مشروط زیاتوالی په پام کې نیول شوی دی.
 د دغې طرحې په تطبیقولو سره په دندو کې هېڅ ډول کمی  نه راځي د دې طرحې له مخې د وړتیا نه درلودونکو مامورینو په حقیقي معاشونو کې کمښت راتلونکی دی.
 
https://avapress.com/vdcexp8zojh8fxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته