دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۲۳:۲۵
د مطلب کود : 172401
ولسمشر غني په کابل کې د څارویو د حلالولو لومړنی معیاري مسلخ پرانیست
د لومړي ځل لپاره وروسته له ۹ کلونو څخه د کابل په ریشخور کې یو مدرن او معیاري مسلخ «د څارویو د حلالولو ځای» د ولسمشر محمداشرف غني او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی په شتون کې نن سهار ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د کرنې، اوبو لګولو او مالداري وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې په کابل، کندز، هرات او بلخ ولایتونو کې د پنځه بابه معیاري او مدرنه مسلخونو د جووړلو طرح ۹ کاله وړاندې جوړه شوې وه، خو په تېرو دورو کې د مدیرتي ضعف او نه هلو ځلو په پایله کې ددغو مسلخونو د جوړېدا چارې په ټپه درول شوې وې.
خبرپاڼه زیاتويو چې همداراز ټاکل شوې، چې کرنې وزارت د درېوو معیاري مسلخونو (هرات مسلخ، د کابل د شکردرې مسلخ او د بلخ ولایت د مسلخ) د جوړولو چارې ددې کال ترپایه بشپړ او د کندز ولایت د مسلخ د جوړولو چارې د راتلونکی کال تر اوړي پورې بشپړ اوګټې اخیستنې ته وسپاري.
د کرهنې، اوبو لګولو او مالداري وزارت په وینا، د دغو مسلخونو د جوړولو ټولیز لګښت ۳۰ میلیونه امریکایي ډالر ده، چې د اسیایي پراختیایي بانک له خوا تمویلیږي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې د نوي او معیاري مسلخونو جوړول د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له سترو پروژو څخه ده، چې هریوه یې په یوه شفت کې د ۵۰۰ وریو او وزو او همداراز د ۱۰۰ غواوو د ذبحې او پروسس وړتیالري.
د کابل مسلخ په عصري تکنالوژیو سمبال شوې ده او همدارنګه ټاکل شوې ده، چې ترڅو راتلونکو میاشتو پورې د نورو مسلخونو د اړتیا وړ دستګاوې او ټکنالوژۍ هم نصب او ځای پر ځای شي.
د دغو مسلخونو جوړول د قصابیو په خوندیتوب، چاپریال ساتنې او د غوښې صادراتو ته د زمینې برابرولو په برخه کې رغنده رول لري.
 
https://avapress.com/vdcawun6649n0y1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته