دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۵
د مطلب کود : 184868
د سنا مجلس دری تنه انتصابی غړۍ د ولسمشر له لوری معرفی شو
ولسمشر غنی په درو بیلابیلو حکمونو کې د هیواد سنا مجلس دری تنه انتصابی غړۍ معرفی کړ.

 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، محمداکبر استانکزی، لیاقت الله بابکرخیل او محمدولی علیزی د هغه کسانو څخه دی چی د ولسمشر غنی له لوری د سنا مجلس انتصابی غړو په حیث ټاکل شوی دی.
دا کسان د محمد عوض یاری، محمد عثمان رحمانی او محمدنادر صفری پرځای د سنا مجلس انتصابی غړو په حیث ټاکل شوی دی.
په درو بیلابیلو حکمونو کې چی ولسمشر غنی له لوری تیره ورځ جمعه(۳۰ ثور) خپور شوی دی، راغلی دی چی ددی کسانو ټاکل د سنا مجلس انتصابی غړو په حیث د اساسی قانون ۸۴ ماده دریم فقره حکم په اساس صورت نیولی دی.
یادولو وړ دی چی افغانستان سنا مجلس ۱۰۲ نماینده لری چی یو پر دریمه برخه یعنی ۳۴ تنه یی د ولسمشر له لوری ټاکل کیږی چی اساسی قانون په اساس، باید نږدی پنځوس سلنه یی ښځی وی.
 
https://avapress.com/vdcaiyn6a49naa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته