دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۰
د مطلب کود : 176973
دفاع وزارت: تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۹ تنه وسله وال طالبانو ته مرګژوبله اوښتي
د افغانستان ملي دفاع وزارت له لوري خپره شوې اعلامیه وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ چاڼیز او تعرضي عملیات یې ترسره کړي دي، چې په دغو عملیاتو کې ۳۱ تنه وسله وال طالبان مړه او او ۸ تنه نور وسله وال ټپیان شوي دي.

خبر پاڼه زیاتوي چې دغه عملیات د هوایي ځواکونو په  ملاتړ د ننګرهار، غزني، دایکندي، ارزګان، زابل،  هرات،  فاریاب، بدخشان، بعلان او هلمند په ولایتونو  کې تر سره شوي په پایله کې د فاریاب ولایت د دولت آباد او قیصار په ولسوالیو کې ۱۹ تنه وسله وال طالبان وژل شوي، د ارزګان ولایت مرکز اړوند ترینکوټ کې ۵ تنه طالبانن وژل شوي  او د  هرات ولایت د شینډنډ او د فراه ولایت د خاک سفید په ولسوالیو کې ۴ تنه نور وسله وال هم وژل شوي
دغه راز خبر پاڼه لیکي چې په د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ او لښکرګاه لویې لارې په اوږدو کې ۲ تنه له منځه وړل شوي دي، د ننګرهار ولایت د چپرهار په ولسوالۍ کې یو تن وسله وال طالب وژل شوی، د زابل ولایت د میزانې په ولسوالۍ کې یو تن طالب وژل شوی او یو تن ټپي او د بغلان ولایت د نهرین په ولسوالۍ کې ۴ تنه وسله وال ټپيان شوي دي.
که څه هم افغان حکومت د دښمن په وړاندې دغه پیل کړي هوايي او ځمکني عملیات بریالي بولي، خو یو شمېر افغانان بیا وايي چې په هوايي عملیاتو کې تر ډېره تلفات ملګي وګړو ته اوړي. د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې، له هرې ممکنې لارې په استفادې به هڅه وکړي، څو په هوايي او ځمکنيو عملیاتو کې ملکي وګړو زیان و نه رسیږي.
 
https://avapress.com/vdciyqazpt1ay32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته