دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۷
د مطلب کود : 178993
اسدالله خالد د ملی دفاع وزارت سرپرست او جنرال سکاټ میلر د ناټو ځواکونو عمومی قوماندان کندهار ته تللي
د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد او د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر، کندهار ته د سفر پر مهال د جنوبي زون امنیتې وضعیت تر کتنې او ارزونې لاندې راوستی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت له لوري خپره شوې اعلامیه وایي، د دې وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد، او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر د هیواد د سویلي حوزې په امنیتې حالت تر کتنې وروسته بحث کړی دی.
د دفاع وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، د د فاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد او د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر،  ۲۰۵ اتل قول اردو ته ورغلي د تشریفاتو قطعې تر ارزونې وروسته یې د ۲۰۵ اتل قول اردو له قوماندان او د کندهار له امنیې قوماندان سره په امنیتې وضعیت او د دې قول اردو تر مسولیت لاندې سیمې کې یې د عملیاتو په اړه هر اړخیز بحثونه کړي دي.
اعلامیه زیاتوي : د دفاع وزارت سرپرست وزیر، کندهار ته د ۲۰۵ قول اردو تر اثر لاند سیمو کې د ترسره شوو عملیاتو د ارزونې او کتنې په موخه تللی دی، خبر پاڼه زیاتوي چې ښاغلی خالد د دغو قول اردو له کړنو خوښ او د اجرااتو له امله یې د یاد قول اردو له منسوبینو څخه مننه کړې او د دې قول اردو مسولینو ته یې لازمې لارښونې کړې دي.
اعلامیه وایي چې ښاغلي خالد د سویلي زون خلکو ته ډاډ ورکړی چې امنیتي ځواکونه به شپه او ورځ هڅې وکړي تر څو د امن او ثبات یوه ډامنه فضا رامنځته کړي.
 
https://avapress.com/vdcco4qs12bqmo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته