دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۱۰
د مطلب کود : 178029
په هرات ولایت کې د زعفرانو څېړنیز مرکز جوړیږی
په هرات ولایت کې د زعفرانو څېړنیز مرکز جوړېږي

د افغانستان د کرنې وزیر د هرات په ښار کې د دې مرکز د جوړېدو د بنسټ ډبره د چهارشنبې په ورځ کېښوده.
په‌دې مناسبت جوړې شوې غونډې ته نصیر احمد دُراني وویل چې په‌دې مرکز کې به د کروندګرو د مهارتونو له لوړولو، پروسس او د بازار د پیدا کولو په برخو کې مرسته وشي.
د زعفرانو پر دې مرکز به ۵۹ میلیونه افغانۍ مصرف شي او چارې به‌یې په دوو کلونو کې بشپړې شي.
په هرات کې روان لمریز کال تر ۱۵ ټنه ډېر زعفران تولید شوي دي چې د تېر کال په پرتله سل په سلو کې زیاتوالی په‌کې راغلی دی.
https://avapress.com/vdcci4qso2bqmx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته