دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۵
د مطلب کود : 185057
په څلور ولایتونو کې د طالبانو سخت تلفات د ۱۰۰ څخه ډیر ژوبل شوی
ملی دفاع وزارت اعلام کړ چی د هیواد امنیتی ځواکونو مشترک عملیات کې د هیواد په څلورو ولایتونو کې ۱۱۴ تنه د طالبانو ځواکونه وژل شوی او ټپیان شوی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش  سره، دا تلفات طالبانو ته په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په میدان وردک، فراه، ارزګان او کندهار کې اوښتی دی.
د دفاع وزارت معلوماتو په اساس، د ملی اردو کماندو ځواکونو خاص مشترک عملیات په ترڅ کې د میدان وردک ولایت سید آباد ولسوالی سیاه چوب کلۍ کې، ۲۰ عراده موترسایکل کشف شوی او له منځه وړل شوی او ۲ تنه مشکوک کسان هم نیول شوی دی.
همدارنګه د هیواد امنیتی او دفاعی ځواکونو چاڼییز عملیات په ترڅ کې د فراه ولایت پشت رود ولسوالی کې، ۱۶ تنه طالب تروریستان وژل شوی او ۲۱ تنه نور ټپیان شوی دی.
سرچینه زیاتوی چی د هیواد امنیتی او دفاعی ځواکونو چاڼییز عملیات په ترڅ کې د ارزګان ولایت چوره ولسوالی کې، ۲۶ تنه طالبان وژل شوی او ۳۷ تنه نور ټپیان شوی دی.
په همدی حال کې د ملی اردو خاص ځواکونو عملیات په ترڅ کې د کندهار ولایت میوند ولسوالی کې ۱۱ تنه طالبانو وژل شوی، ۳ تنه ټپیان شوی دی او ۲ پټنځایونه او هغوی یو میل زیکویک هم له منځه وړل شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcbssb8zrhbwgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته