دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۲۰
د مطلب کود : 187283
د ولسي حرګې د ریاست پر سر جنجالی رایه باطله اعلان شوه
د افغانستان د ولسي جرګې غړیو نن د دوشنبې په ورځ د هغې یوې رأی په اړه رأی واخېستې او هغه یې باطله کړه چې د دې جرګې د ریاست پر سر د لانجې د هواري یوه برخلیک ټاکونکې رایه بلل کېده.

نن په رای ګیري کې ټول ۲۲۹ وکیلان حاضر وو.
عالم ساعي چې د ولسي جرګې د نننۍ غونډې مشري یې کوله، د رایو نتیجه داسي اعلان کړه: "نوي د تأیید، ۱۲۰ رد، ۱۶ باطلې او درې سپینې ورکړل شوې."
نن د دوشنبې په ورځ پرېکړه وشوه چې د ولسي جرګې د ریاست لپاره تر راتلونکو انتخاباتو پورې د دې جرګې تر ټولو سپین ږیری غړی ملک قیس نوراغا د مؤقت رئیس په توګه کار مخ ته یوسي.
د میر رحمن رحماني او د کمال ناصر اصولي ترمنځ د دې جرګې د ریاست پر سر لانجه له تېرو څو اونیو راهیسې روانه وه چې کله هم له اخ و ډب سره مله وه.
https://avapress.com/vdcevf8zxjh8vwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته