د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره؛ عطاءالله خوګیانی؛ د ننګرهار والی ویاند د
افغان غږ خبری آژانس سره په مصاحبه کې په دی اړه وویل: د ننګرهار والی شاه محمود میاخیل په امر، د څو کالو وروسته د یو هم وطن سیک ۲۰ جریب ځمکه چی د سره رود ولسوالی آدم خیل سیمه کې د غاصبینو له لوری غصب شوی وو، د هغوی څخه بېرته نیول شوی او خپل اصلی صاحب ته سپارل شوی دی.
د ننګرهار والی ویاند ددی ځمکو بېرته سپارل کیدل و خپل صاحب ته په ننګرهار کې د عدالت او قانون تطبیق یو نشانه وبلل.
همدارنګه سیک هم وطن د ننګرهار چارواکو هڅو څخه ستاینه وکړه.
یادولو وړ دی چی سیک هم وطن لسګونه کورنۍ د ننګرهار په ولایت کې اوسیږی. دا هیواد وال هم اخیرو څو لسیزو کې د ناامنی، تبعیضونو او قانون ماتونو څخه زیانمن شوی دی.