دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۶
د مطلب کود : 213184
کرونا ویروس؛ ۳۵۱ تازه مثبتې پېښې او ۳۴ تنه هم مړه شوي
د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۳۵۱ مثبتې پېښې ثبت شوې. له دې سره هېواد کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر هم ۳۰زره او ۹۶۷ ته ورسید.
مالوماتو له مخې چې نن(یکشنبې د چنګاښ په ۸مه نېټه) خپاره شوي، تېره شپه ورځ کې ۳۴ تنه د کووید نولس ناروغۍ له  کبله مړه شوي او ۲۰۰۴ تنه هم روغ شوي دي.
له دې سره د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله هېواد کې د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۷۳۷ ته ورسید او د ټولو روغو شویو هم ۱۲زره او ۵۸۸ ته ورسید.
تازه ثبت شوې پېښې د ۷۰۱ کتلو شویو نښو پایله ده.
اوس مهال هېواد کې د کرونا ویروس ۱۷زره او ۶۵۰ پېښې فعالې دي.
د هېواد د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تر هېواد کې د کرونا ویروس لپاره ۷۰ زره او ۷۸۸ نښې کتل شوې دي.
تازه پېښې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې ثبت شوې چې ۲۲۰ یې کابل، ۲۴ یې هرات، کندهار کې۱، ننګرهار کې۵، تخار کې ۱۲، بغلان کې ۱۱، لوګر کې ۷، بادغیس ۱۱، کندز کې ۱۷، پروان ۲، وردګو کې ۳، بدخشان ۱۵، دایکندي ۱۰، کاپیسا ۷، پنجشېر ۱ او زابل کې هم ۵ دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcevx8wejh8zzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته