دخپریدو نیټه :شنبه ۴ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۱۶
د مطلب کود : 215449
چارواکي: غور کې د کمانډو ۴ سرتېري وژل شوي
افغان چارواکي وايي، په غور ولایت کې د څلورو کمانډو سرتېرو د وژل کیدو خبر ورکوي.
د غور ولایت د عامه نظم د دریمې لوا قومندان محمود اندرابي وایې دا سرتېري تېره شپه د فېروز کوه ولسوالۍ په لویدیځ کې پر یوې امنیتي پوستې د طالبانو په برید کې ووژل شول.
ښاغلي اندرابي آزادي راډیو ته ویلي چې په دې برید کې څلور نور کمانډو سرتېري ټپیان شوي او د ده په خبره درې سرتېري لادرکه دي.
په غور کې دغه امنیتي چارواکي زیاته کړې چې په دې پیښه کې ۱۲ وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaymnuo49n6y1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته