دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۴
د مطلب کود : 253849
متحده ایالات د خپلو ځینو اجیرانو سره یوځای هڅه کوي چې د لبنان د وضعیت پړه پر حزب الله واچوي.
دحزب الله غورځنګ د اجرایوي شورا مشر ټینګار وکړ امریکایانو دحزب الله په نښه کولو لپاره په لبنان باندې محاصره او بندیزونه زیات کړل او په دې لړ کښې یې له ۱۹۸۰ کال څخه تر نن ورځې پورې پر لبنان باندې سختې نیوکې کړې.
افغان غږ خبری آژانس، د لبنان د حزب الله غورځنګ د اجراییوي شورا رییس حسام صفی الدین وايي: امریکا د لبنان د نفتو او ګازو زیرمو ته د خلکو د لاس رسي مخه نیسي.

هغه وویل: «ځینې لبنانی احمقان او جاهل خلک په دې کار کښې له امریکا سره مرسته کوی، او زیاته یې کړه چې په تیرو څو لسیزو کښې سیاسی بدامنۍ او فساد لبنان د دغه ناوړه معیشت، مالی او اقتصادی پایلو سره مخ کړی دی.
 
د حزب الله چارواكي يادونه وكړه، چې امريكا د خپلو يو شمېر اجيرانو په ملتيا هڅه كوي، چې په لبنان كې د روانو حالاتو پړه پر حزب الله واچوي، چې د دغه هېواد مقاومت يې په نښه كړ.
 
صفي الدین وویل: "موږ دا کولی شو،" د خبرو اترو او له بحران څخه د لبنان د وتلو لپاره کار وکړو او د یو پیاوړی لبنان به وکولای شي په خپل مقاومت سره خپل تیل او ګاز استخراج کړي.
 
په عین حال کښې لبنانی سرچینو خبر ورکړی دی چې د صهیونیسټی رژیم یوه بیړۍ له دغه ډګر څخه د ګازو د استخراج د پیلولو او د لبنان د ګازو په لوټ کولو کښې د لاس لرلو په خاطر د «کریش» د متنازع ډګر ته ننوتلې ده.
 
د لبنان ولسمشر میشل عون په ځواب کښې وویل له صهیونیسټ رژیم سره د جنوبی سمندری سرحدونو د ټاکلو په هکله خبرې اترې روانې دی او په منزوی سیمه کښې هرډول اقدام پارونکی او دښمنانه اقدام به وبلل شي.
 
 
https://avapress.com/vdcgtw9xyak9n74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته