دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۴۰
د مطلب کود : 254116
د جوزجان د افغان-ترک ښوونځي د تایلنډ د اولمپیاډ علمي سیالي وګټله
د جوزجان د پوهنې مسوولین وايي، د دغه ولایت د افغان – ترک ښوونځي زده کوونکي د تایلنډ په المپیاډ کې ۱۷ مډالونه ګټلي او لومړی مقام یې خپل کړی دی، چې په وینا یې دغه سیالۍ له ۴۳ هېوادونو څخه په انلاین ډول ترسره شوې، چې زرګونه زده کوونکو پکې ګډون کړی و.
افغان غږ خبری آژانس - بلخ: د جوزجان د پوهنې ریاست وايي چې سږ کال د تایلنډ د المپیاډ علمي سیالۍ په انلاین ډول ترسره شوې چې په ترڅ کې یې د څه باندې ۴۳ هېوادونو زرګونو زده کوونکو برخه اخیستې وه.
 
محمد طاهر جواد؛ د جوزجان د پوهنې رييس د دې په څرګندولو سره چې په دغو سياليو کې د افغان-ترک ښوونځي زده کوونکي وتوانېدل لومړى مقام خپل کړي، وويل: دوى به د رياضي په برخه کې دوه د سرو زرو، يو د سپينو زرو او ١٤ د برونزو مډالونه وګټي.
 
د جوزجان د پوهنې رییس احمد مبین په حواله؛ د افغان-ترک د هلکانو د لېسې يوه زده کوونکي، چې په دې سيالۍ کې يې د سرو زرو مډال وګاټه، وويل، چې دوى غواړي په دې سياليو کې، چې په انلاين ډول ترسره شوه، د افغانستان نوم ځلانده او خپله وړتيا وښيي.
 
ښاغلي جواد په دې خبرې سره چې زده کوونکي په خپلو استعدادونو سره کولای شي د علم او حکمت له لارې افغانستان معرفي کړي، وویل چې د امید دغه کړکۍ به تلپاتې وي.
 
هغه زیاته کړه: د نورو محصلینو د هڅولو ترڅنګ د دغو علمي سیالیو پیلول د افغانستان لپاره لوی ویاړ دی.
 
دجوزجان ولايت دپوهنې رييس وويل: دغه سيالۍ په ساينسي برخو کې دهغوى دلاسته راوړنو پيلامه نه وه . بلکې غواړي په نږدې راتلونکي کې د علومو د سترو مرکزونو په ایجاد او جوړولو سره نور ویاړونه ترلاسه کړي.
 
محمد مجاهد; دجوزجان ولايت دفوايد عامې رييس او سرپرست دغه راز په دغو سياليو کې دزده کوونکو برياليتوب دافغانستان په ټولو خلکو پورې اړوند وباله او ويې ويل : دغه ډول سيالۍ بايد په پرله پسې ډول په لاره واچول شي څو دنورو زده کوونکو د استعدادونه او وړتيا  پراختيا ومومي.

هغه زیاته کړه: "اوس مهال افغانستان ډېر داسې نوښتګر ځوانان لري، چې که فرصت ورته پیدا شي، په ساینسي پوهه به نړۍ ننګوي."
 
په همدې حال کې عبدالمنان خلیل؛ په جوزجان کې د افغان-ترک ښوونځي مشر وايي: د دې ښوونځي زده کوونکي وتوانېدل چې د تايلند د المپياد په علمي سياليو کې د سرو زرو، سپينو زرو او برونزو مډالونو په ګټلو سره د افغانستان د خلکو په نوم وياړونه وګټي. "
 
په همدې حال کې د هېواد د ښوونځي زده کوونکي له شته ستونزو او د پوهنيزو برخو له کمښت سره سره په دې وتوانېدل چې څو ځلې د نړيوالو او سيمه ييزو المپيادونو په علمي سياليو کې لومړى مقام خپل کړي.
 
https://avapress.com/vdceze8wpjh8nzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته