دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۰
د مطلب کود : 259454
د اسلامي همکاریو سازمان له اسلامي امارت څخه په ملکي وګړو د بریدونو د مخنیوي لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ته څېرمه پر یوه جومات وروستی برید او همدارنګه د کابل په لویدیځ کې پر یوه ښوونیز مرکز برید غندلی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان له اسلامي امارت څخه غوښتي چې د داسې بریدونو په وړاندې چې په هیواد کې ناامني خپروي، جدي اقدام وکړي.
 
د اسلامي همکاریو د سازمان عمومي منشي یوسف بن احمد العثیمین پرون (پنجشنبه، میزان ۱۴) په افغانستان کې پر ملکي او دولتي تاسیساتو د قصدي بریدونو د دوام په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړه.
 
په کابل کې د کورنیو چارو وزارت ته څېرمه پر یوه جومات د برید په پایله کې ۴ تنه شهیدان او تر ۲۰ زیات ټپیان شول.
 
د تېرې جمعې په ورځ د کابل په لوېدیځ کې د "کاج" په لېسه کې د ځانمرګي برید په پایله کې لږ تر لږه ۵۳ تنه شهیدان او لږ تر لږه ۱۱۰ نور ټپیان شول.
 
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د دغه برید له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې او د اسلامي امارت له چارواکو یې غوښتي، چې د وحشي بریدونو مخه ونیسي.
 
د دغه سازمان په اعلامیه کې راغلي چې که د دا ډول بریدونو پر وړاندې تدابیر په سمه توګه تنظیم نه شي، ښايي په هېواد کې د ناامنیو د پراخېدو لامل شي.
 
https://avapress.com/vdceno8wejh8nei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته