دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۳۱
د مطلب کود : 265723
د بدخشان د څلورو ولسواليو لارې د واورې ورښت له امله تړل شوې دي
د فواید عامې وزارت د هېواد د سړکونو د وضعیت په اړه یو خبر خپور کړی او وايي چې د بدخشان ولایت د څلورو ولسوالیو لارې د واورې د ورښت له امله تړل شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د فواید عامې وزارت نن یکشنبه د هیواد د واټونو د حالت په اړه خبرتیا خپره کړې ده، چې له مخې بار وړونکي موټر د دغه لویې لارې له شمال څخه جنوب ته تګ راتګ کوي.
 
د دغه وزارت د یوې خبرپاڼې له مخې، د بدخشان ولایت د ارغنچخواه، راغستان، کوهستان او یاوان ولسوالیو لاره د واورې د ورښت له امله تړل شوې او د پاکولو کار یې روان دی.
 
په بامیانو ولایت کې یوازې د کوتل شاتو په شاوخوا کې د دیوالي میدان – پنجاب بازار لاره د واورې د اورښت له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې، خو په دغه ولایت کې پاتې نور سړکونه د موټرو د تګ راتګ پر مخ خلاص دي.
 
دغه اعلامیه زیاتوي چې اوس مهال د هېواد پاتې نورې لارې او لویې لارې د ترافیکو پر مخ خلاصې دي او د دغه وزارت د ولایتي ادارې منسوبین د ماشینرۍ او د فواید عامې د کارکوونکو په اغیزمنه استفادې سره د هېواد د لویو لارو او سړکونو د پاکولو او خلاصولو ته پوره چمتووالی لري.
 
https://avapress.com/vdcaumnue49ni01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته