دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۱
د مطلب کود : 267428
یونیسف: تیره اونۍ ۸ ماشومان د ناچاودیدونکو توکو د چاودنې له امله مړه شوي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) اعلان کړی، چې په تېره یوه اوونۍ کې ۸ ماشومان د ناچاودو توکو سره د لوبې له امله وژل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) نن (حمل ۷) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې دغه ماشومان د ناچاودیدونکو مهماتو سره د لوبې کولو او د خرڅلاو لپاره د فلزاتو د راټولولو پر مهال وژل شوی دی.
 
یونیسف د دغو ماشومانو له کورنیو او دوستانو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره لیکلي دي: تیره اونۍ په افغانستان کې د ناچاودیدونکو موادو د چاودنې له امله ۸ ماشومان مړه شوي دي.
 
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق زیاته کړې، چې ناچاوده توکي په افغانستان کې پر ماشومانو ناوړه اغېز کوي.
 
یونیسف دا هم لیکلي: په ۲۰۲۲ کال کې به تر ۷۰۰ ډېر ماشومان د ناچاودې توکو او د جګړې د پاتې شونو له امله مړه یا معیوب شي. هره ورځ په اوسط ډول دوه ماشومان! دا ډیره مهمه ده چې موږ د ماشومانو د ساتنې لپاره په ګډه کار وکړو.
 
یونیسف دا هم ویلي دي چې د ځمکنیو ماینونو د خطر په اړه د ماشومانو، سرپرستانو او ټولنو د پوهاوي لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.
 
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق په خبرپاڼه کې راغلي دي: موږ له زیانمنو شویو کورنیو او ماشومانو سره رواني او ټولنیزې مرستې هم کوو.
 
یونیسف د دې ادارې د هڅو لپاره د همکارۍ او ملاتړ غوښتنه وکړه.
 
https://avapress.com/vdcewf8wvjh8pei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته