دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۳
د مطلب کود : 267629
د امریکا د دفاع وزیر: موږ له افغانستان څخه د وتلو په طریقه پښیمانه نه یو
د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لوید آسټن ویلي دي چې له افغانستان څخه د متحده ایالاتو د پوځ په ایستلو نه پښیمانه دی او د متحده ایالاتو د جمهور رئیس د پریکړې ملاتړ کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د واشنګټن پوسټ د راپور پر بنسټ، د امریکا د دفاع وزیر لوید آسټن دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ (مارچ ۲۹) د دغه هېواد د استازو جرګې په استماعیه غونډه کې، چې د پنټاګون د څېړنې په موخه جوړه شوې وه، وکړې.
 
  لویډ آسټین زیاته کړه: "زه د ولسمشر د پریکړې ملاتړ کوم."
 
په دې کتنه کې د امریکا د دفاع وزیر د دغه هېواد په ملاتړ د حکومت د چټکې پرځولو او د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د دروازې مخې ته د هغه ځانمرګي برید په اړه چې په پایله کې یې دیارلس امریکایان ووژل شول، د افسوس څرګندونه وکړه.
 
له هغه وپوښتل شول چې ایا د متحده ایالاتو په دفاع وزارت کې څوک د دې وژونکي ، بې شرمه او "شرمناک" شاتګ لپاره مسؤل دي ، آسټین ځواب ورکړ: "زموږ سرتیرو له هغه هوایی ډګر څخه   ۱۲۴۰۰۰ خلک ایستلي."
 
جوبایډن اعلان وکړ چې د دغه هېواد پوځیان به د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په ۱۱ مه له افغانستانه ووځي. خو د همدې کال په اګست میاشت کې اسلامي امارت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پوځي بریدونه زیات کړل او ډېر ژر یې هېواد ونیول.
 
په همدې حال کې د امریکا د استازو جرګې کمېټې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ته خبرداری ورکړی چې له افغانستانه د هغه د غیر مسوولانه وتلو په خاطر دې پارلمان ته احضار شي.
 
https://avapress.com/vdchiqniw23n--d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته