دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۸
د مطلب کود : 269413
سمنګاني: رسنۍ باید خپلې ستونزې له حکومت سره په تعامل او همکارۍ حل کړي
د کندهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس انعام الله سمنګاني په دغه ولايت کې د مطبوعاتو د آ‌زادۍ د نړيوالې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې وويل چې رسنۍ د ټولنې د بهبود لپاره کار کوي او دولت د رسنيو له کار څخه راضي دى. هغه زیاته کړه، موږ له رسنیو څخه غوښتنه کوو، چې خپلې ستونزې له حکومت سره په تعامل او همکارۍ حل کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کندهار: د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس انعام الله سمنګاني پرون چهارشنبه د ثور ۱۳ مه د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې د نمانځلو په مراسمو کې وویل: موږ په کندهار کې د رسنیو فعاله ډله لرو. موږ رسنیو ته ډاډ ورکوو چې له دوی سره پوره همکاري کوو او خلکو ته د معلوماتو په رسولو کې ورسره مرسته کوو.
 
هغه زیاته کړه: په ننني عصر کې د دولتي رسنیو په پرتله د خصوصي رسنیو اهمیت زیات دی. ځکه چې دوی ډیر لیدونکي لري او خلک په دوی ډیر باور لري، له همدې امله موږ هڅه کوو چې له دې رسنیو سره لا زیاته همکاري وکړو.
 
سمنګاني زياته کړه، چې رسنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دي، چې يوه مهمه يې اقتصادي ستونزې دي.
 
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس دغه راز وويل، رسنۍ د ټولنې د ښه والي لپاره کار کوي او دولت د رسنيو له کارونو راضي دى او له رسنيو يې هم وغوښتل چې خپلې ستونزې له دولت سره په تعامل او همکارۍ حل کړي. .
 
په دې مراسمو کې په کندهار کې د تبیان مرکز او د افغان غږ خبری آژانس د نمایندګۍ رئیس مرتضی خالقی وویل: خبریالان په ټولنه کې د ولس او دولت ترمنځ د پل حیثیت لري، خو ژورنالیست هم د نورو په څیر یو انسان دی او د نورو انسانانو په څیر اړتیاوې لري چې باید پوره شي او په عین حال کې کله ناکله خلک له ژورنالیستانو څخه ډیرې هیلې لري او دا هیلې باید کمې شي.
 
هغه زیاته کړه: خصوصي رسنۍ د ځینو پېښو په اړه کره او عاجله معلومات غواړي، چې اړینه ده، چې د دولت له لوري د نورو رسنیو له لاسوهنې پرته ټولو رسنیو ته په یو وخت او مساوي ډول معلومات ورکړل شي.
 
په دې مراسمو کې د کندهار د خبريالانو د څانګې مشر نعمت الله افغان وويل: خلک حق لري چې د دولت له اطلاعاتو او کړنو خبر شي، چې دا کار د دولت له همکارۍ پرته ناشونى دى او دولتي ادارې بايد په دې برخه کې زياته همکاري وکړي.
 
هغه زياته کړه، رسنۍ له ډېرو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. ځکه چې د رسنیو عواید کم شوي، خو د دولت مالیه لوړه شوې ده او بیا هم رسنۍ نشي کولای خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړي.
 
نوموړي همدا راز له حکومت څخه وغوښتل چې د هغو دولتي ادارو لپاره چې وياندويان نه لري، ژر تر ژره دې وياندان وګماري، څو رسنيو ته ژر تر ژره معلومات ورکړي، څو رسنۍ وکولای شي په سم وخت کې کره معلومات ورکړي.
 
د يادونې وړ ده چې هر کال په ټوله نړۍ کې د مې درېيمه نېټه د مطبوعاتو د ورځې په توګه لمانځل کېږي. په افغانستان کې د تېر کال په څېر سږ کال هم دغه ورځ په ډېرو ولایتونو کې ونمانځل شوه.
 
https://avapress.com/vdca6onue49niy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته