دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۱۹
د مطلب کود : 270024
په فراه ولایت کې د کتاب لوستلو اونۍ په مناسبت د کتابونو لوی نندارتون جوړ شو
د فراه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي په دغه ولایت کې د کتاب لوستلو اونۍ په مناسبت د کتابونو د لوی نندارتون د جوړیدو خبر ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د دغه نندارتون د پرانیستلو په مراسمو کې، چې د دغه ولایت یو شمېر استادانو او محصلینو په کې ګډون کړی وو، د فراه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوی عبدالحی سباوون د دغه نندارتون د ارزښت او د کتابونو اهمیت په اړه وویل: "د کتابونو په لوستلو سره، موږ کولی شو لوړو څوکو ته ورسیږو او د مخ پر ودې هیوادونو سره سیالي وکړو.
 
نوموړي له ټولو زده کوونکو وغوښتل، چې د امکان تر حده په خپلو کورونو کې کتابتونونه جوړ کړي.
 
د فراه د اطلاعاتو او کلتور رئيس په وينا، ټولنيزه هوساينه په هر قيمت له مطالعې سره مستقيم تړاو لري.
 
له بلې خوا د فراه د لوړو زده کړو موسسې یو تن علمي کارکوونکی پوهاند شریف الله ملال ځوانان یې کتاب لوستلو ته وهڅول او په دغه ولایت کې د زده کوونکو له والدینو وغوښتل چې د عصري ټیلیفونونو پر ځای دې خپلو ماشومانو ته کتابونه واخلي.
 
په ورته وخت کې د فراه ولایت محصلینو د کتابونو دغه ستر نندارتون ته د ښه راغلاست ترڅنګ له مسوولینو وغوښتل چې د ځوانانو د هڅونې او کتاب لوستلو په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي او نور نندارتونونه هم جوړ کړي.
 
ويل کيږي چې دفراه ولايت داطلاعاتو اوکلتور رياست کتابتون په دغه ولايت کې يو له بډايه کتابتونونو څخه دى چې لس زره ټوکه کتابونه لري او دوه نورې څانګې يې هم د فراه ښار په ځينو برخو کې دځوانانو او د کتاب مينه والو لپاره فعالې دي .
 
https://avapress.com/vdcauwnuy49n0w1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته