دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۵۵
د مطلب کود : 270290
اوچا: د جون تر میاشتې پورې له افغانانو سره د مرستو لپاره ۷۱۷ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ دفتر (OCHA) اعلان کړی چې د روان کال په پسرلي کې افغانان د خوراکي توکو د نه خوندیتوب، خوارځواکۍ، د اوبو له کمښت او وچکالۍ سره مخ دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: اوچا پنجشنبه د ثور ۲۸مه په یوه ټویټ کې ویلی چې په افغانستان کې پسرلی له ناڅاپه سیلابونو، زلزلو او د ناروغیو له زیاتېدو سره مخ دی.
 
اوچا زیاتوي چې د روان کال تر جون میاشتې پورې افغانانو ته د لومړنیو مرستو رسولو لپاره ۷۱۷ میلیونه او ۴۰۰ زره امریکايي ډالرو ته اړتیا ده. د اوچا په وينا، دغه پيسې به د خوراک، اوبو، بېړنيو مرستو، روغتيا او پوهنې په برخه کې ولګول شي.
 
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په دې وروستیو کې په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو لپاره د کافي او پر وخت مرستو غوښتنه کړې ده.
 
اوچا وویل، "د کافي تمویل سره، بشري شریکان کولی شي په لویه کچه لوږه کمه کړي، د ناروغیو د خپریدو مخه ونیسي او د زیږون په وخت کې د میرمنو د مړینې خطر کم کړي."
 
د اوچا د شمېرو له مخې، ۲۸ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې د دغه شمېر هېوادوالو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره څلور میلیارده او ۶۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.
 
https://avapress.com/vdcf1xd0xw6de0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته