دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۲۴
د مطلب کود : 275030
د نوي کابل د پروژې عملي کار رسماً پیل شو
د رئیس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر د نوي کابل پروژې د عملي کار د پیل په مراسمو کې وویل چې د نوي کابل پروژه ټولې عصري اسانتیاوې لري او د دې پروژې په پیل سره به د کار زمینه برابره شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا د اقتصادی چارو مرستیال ملا عبدالغنی برادر نن پنجشنبه (اسد ۲۶) د نوی کابل د عملی پیل په مناسبت د یو لړ مراسمو په ترڅ کې وینا وکړه. "د اسلامي امارت مشران ژمن دي، چې افغانستان له نورو هېوادونو سره په سیالۍ کې د پرمختګ لور ته بوځي او په دې لاره کې نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کوي، چې د دې پروژې پیل یې ښه بېلګه ده."
 
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړه، د نوي کابل پروژه د هېواد په کچه د خصوصي سکټور او اسلامي امارت تر منځ د مشارکت یوه ملي پروژه ده چې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې ښه زمینه برابروي.
 
ملا عبدالغني برادر وويل، د نوي کابل پروژه د ژوند په ټولو اسانتياوو سمباله ده، چې په بشپړېدو سره به يې له اوسني کابل ښار څخه نوي کابل ته د خلکو د لېږد لړۍ پيل شي، په اوسني ښار کې به ګڼه ګوڼه او ترافيکي پېښې کمې شي.
 
د نوي کابل پروژه د اوسني کابل ښار په پرتله یو نیم چنده لویه ده چې ۳۷۰ زره جریبه مساحت لري او په څلورو پړاوونو کې ډیزاین شوې ده.
 
د دغې پروژې د لومړي فاز کار په ۵ برخو کې پلان شوی، چې د دویمې برخې د جوړولو کار نن پرانیستل شو.
دا پلاټ په ۷۴۰ هکتاره ځمکه ډیزاین شوی چې پکې به د ۱۲۰۰۰ کسانو لپاره ۲۳۰۰ د استوګنې کورونه جوړ شي.
 
د نوي کابل پروژې د لومړي فاز د دویمې برخې کار د کور جوړونې او ښار جوړونې وزارت تر څارنې لاندې د یوه خصوصي ساختماني شرکت له خوا پرمخ وړل کېږي او زرګونه کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابرېږي.
 
https://avapress.com/vdcc1pqix2bqmx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته