دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۹
د مطلب کود : 276455
که خنډونه لرې شي، د لوګر د عینک د مسو کان باندي به کار پیل شي
د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي، په لوګر ولایت کې د عینک د مسو کان د پروژې د پیل پر وړاندې د پرتو خنډونو د لرې کولو لپاره له یوه چینايي شرکت سره خبرې کوي او که خنډونه لرې شي، ددغه کان د استخراج کار به شروع شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه وزارت ویاند همایون افغان وايي، د لوګر د عینک د مسو کان په سیمه کې د لرغونو اثارو شتون د دغه کان د استخراج د ځنډ اصلي لامل دی.
 
افغان زیاته کړه: "موږ یو نوی پلان وړاندیز کړی، که تصویب شي، د کانونو استخراج به په حقیقت کې پیل شي." "پخوانی پلان دا و چې دوی به له پورتنۍ او آزادې لارې کان کیندنې کوي، خو دا چې هلته لرغوني اثار شته، نو پلان دا دی چې له ځمکې لاندې کار وشي او د دې لپاره یو پلان راوړل شوی او بیا کتنه شوې ده."
 
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند وايي، که دغه کان استخراج شي، افغانستان به په کال کې ۳۵۰ میلیونه ډالره عاید ترلاسه کړي.
 
ښاغلي افغان زیاته کړه، چې دوی په هېواد کې د ۷ لویو کانونو د استخراج په برخه کې له چینايي، ترکي، ایراني او برتانوي شرکتونو سره تړونونه لاسلیک کړي او د دغو پروژو په پیل سره به زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
 
افغان زیاتوي: د کب میاشتې په ۹مه د لویو کانونو د استخراج قرارداد کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته وسپارل شو او له قرارداد وروسته له دوی سره ناستې وشوې، لومړنۍ چارې یې پیل شوې او پاتې چارې به یې پیل شي.
 
د کانونو وزارت دغه چارواکی زیاتوي: "هغوی سیمې نیولي او بنسټیز کارونه کوي او په دې سره به زموږ ګڼ شمېر هېوادوالو ته کاري چاپېریال برابر شي."
 
دا په داسې حال کې ده، چې په لوګر ولایت کې د عینک د مسو کان د استخراج چارې له کلونو راهیسې بند پاته دي او لامل یې د لرغونو اثارو شتون بلل کېږي.
 
باید وویل شي، چې د لوګر ولایت د عینک د مسو کان د افغانستان یو له سترو کانونو څخه دی، چې نړیوال شهرت لري.
 
https://avapress.com/vdcenp8wnjh8fei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته