دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۱
د مطلب کود : 277745
د مس عینک د پروژې پرمختګ د چین له سفیر سره د شهاب الدین دلاور د خبرو تمرکز دی
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور په کابل کې د افغانستان لپاره د چین له نوي سفیر ژاو سینګ سره وکتل او د عینک د مسو پروژې د پرمختګ په اړه یې خبرې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت نن پنجشنبه (میزان ۱۳) په اکس ټولنیزې شبکې له لارې لیکلي چې په دې غونډه کې د مس عینک او امو سیند د پروژو د کار او پرمختګ او پر ستونزو او ننګونو خبرې وشوې.
 
د يادونې وړ ده، چې اوسمهال چين د بل هر هېواد په پرتله په افغانستان کې پانګونې ته ډېره لېوالتيا لري.
 
https://avapress.com/vdchkqnim23nqqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته