دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۳
د مطلب کود : 279130
د ۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د کابل - جلال آباد لویې لارې د بیارغونې چارې پیل شوې
د اسلامي امارت د فواید عامې وزارت چارواکي وايي، چې د ۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د کابل - جلال آباد د لویې لارې د ویجاړو شویو برخو د بیارغونې او د دغې لویې لارې د استنادي دیوالونو د بیارغولو د پروژې کار پیل شوی او په عملي توګه روان دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د فواید عامې وزارت چارواکي وايي چې د کابل - جلال آباد د لویې لارې د تخریب شویو برخو د ترمیم، د استنادي او محافظتي دیوالونو د ترمیم او د یو شمېر پلچکونو د پاکولو کار یې پیل کړی دی.
 
د ملي تلويزيون د خبر له مخې، دغه سړک د کابل ښار له پلچرخي دروازې څخه پيل او د لغمان ولايت تر دروازې پورې د ٦٨ کيلومترو په اوږدوالي سره غځيږي.
 
د کابل ـ جلال اباد لویې لارې د ترمیم چارې د ۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اسلامي امارت د فواید عامې وزارت او یوه خصوصي ساختماني شرکت تر منځ قرارداد شوې چې لګښت یې د ټولګټو وزارت له بودجې څخه ورکول کیږي.
 
د دې پروژې په بشپړیدو سره به د دې لویې لارې د خلکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله حل شي او خلک به په اسانۍ سره تګ او راتګ وکړي.
 
د ویلو ده چې څه موده وړاندې د کابل - جلال آباد پر لویه لار د غره د راپریوتلو له امله د هیواد دغه مهمه لویه لار د څو اونیو لپاره تړلې وه.
 
https://avapress.com/vdchxwniv23nqzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته