دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۵۸
د مطلب کود : 280763
د فواید عامې وزارت: د شاولیکوټ – ترینکوټ سړک به ورغول شي
د فواید عامې وزارت چارواکي وايي، د شاوليکوټ – ترینکوټ سړک به د ۴۵ کیلومترو په اوږدوالي سره ورغول شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د فواید عامې وزارت سرپرست ملا محمد عیسی ثاني د کندهار- هرات له لویې لارې څخه د لیدنې پر مهال وویل چې د شاوليکوټ – ترینکوټ ۴۵ کیلومتره سړک به ورغول شي.
 
د ښاغلي تڼي په وینا دغه سړک چې ۴۵ کیلومتره اوږدوالی لري د کندهار ولایت د فواید عامې ریاست له خوا بیارغول کېږي.
 
د فواید عامې وزارت سرپرست زیاته کړې، چې لګښت به یې د اسلامي امارت د مشر ملا هبت الله اخندزاده دفتر ورکوي.
 
د فواید عامې وزارت سرپرست د کندهار- هرات د لویې لارې اړوند د پلباغ – لښکرګاه سړک څخه هم لیدنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د دغه سړک کار باید ژر تر ژره بشپړ شي.
 
ملا محمد عیسی ثاني دا هم وویل چې د دغه سړک په بشپړیدو سره به د سیمې د ګڼو خلکو د تګ راتګ ستونزه هواره شي.
 
تر دې مهاله اسلامي امارت د سړک جوړونې ګڼې پروژې په لاره اچولي، چې تر ټولو مهم یې د کابل – کندهار لویې لارې بیارغونه ده.
https://avapress.com/vdcb0gb5frhbwzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته