دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۴
د مطلب کود : 281533
رئیس الوزرا: له ننګونو سره د مقابلې لپاره د اسلامي امت یووالي ته جدي اړتیا ده
رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند د اسلامي هېوادونو له یو شمېر علماوو سره په کتنه کې وویل، چې د اسلامي امت یووالي ته جدي اړتیا ده او یوازې علماء کرام کولای شي دغه مسوولیت ادا کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: ملا محمد حسن اخند دغه څرګندونې د اسلامي هېوادونو له یو شمېر علماوو سره په کتنه کې وکړې.

ملا محمد حسن آخند وویل، فلسطین د افغانانو په څېر د تاریخ په اوږدو کې له دردونو او کړاوونو سره مخ شوی او له دغه حالت څخه د وتلو لپاره د اسلامي امت یووالي ته جدي اړتیا ده او یوازې علماء کرام کولای شي دغه مسوولیت ترسره کړي.

رئیس الوزرا ويلي دي چې اسلامي امت له موجوده ستونزو څخه د ژغورلو لپاره بايد د يو بل سره هر څومره ممکنه همکاري وکړو او يو بل په دعاګانو کې ياد کړو.

په اعلاميه کې ويل شوي چې د علماوو د دغې ډلې په استازيتوب ډاکټر علي قره داغي په هېواد کې د اسلامي امارت د نظام حاکميت وستايه او دا يې د علماوو، مدافعينو او مجاهدينو د سرښندنو پايله وبلله.

هغه زیاته کړه، دوی د ۶۴ اسلامي هېوادونو او څلورو مذاهبو د علماو په استازیتوب د یوه پلاوي په ترکیب کې کابل ته راغلي او د اسلامي امارت مشرتابه ته یې په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

دغو علماوو زیاته کړه، اوس مهال د اسلامي نړۍ سترګې پر تاسو او د فلسطین مجاهدینو ته دي او د افغانستان اسلامي امارت یې د اسلامي نظامونو د سمبول په توګه یاد کړ.

باید وویل شي، چې دغو علماوو تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سراج الدین حقاني او د اسلامي امارت له یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره هم لیده کاته کړي دي.
https://avapress.com/vdchxznix23n6md.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته